Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ارزګان - کندهار د لویې لارې پر خرابوالي د مسافرو او موټر چلوونکو نیوکه

د اروزګان - کندهار پر لویه لاره تلونکي موټر چلوونکي او مسافر وایي چې د وروستیو اورښتونو له امله دغه لار خرابه شوې او دوی یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

دوی له حکومته غواړي چې د ارزګان - کندهار لویه لار په بنسټيزه توګه جوړه کړي.

موټر چلوونکی عارف الله وايي:«دغه واوره دې پاکه کړي چې د ولس لار خلاصه شي، د ولس موټر چپه پراته دي ټوک ټوک دي، په دغه یخ او وارو کې ښځې او سپين‌ږیري  ناست دي.»
 
مسافر سیف الدین هم وویل:«لار مو ډېره خرابه ده راتلونه شپه څلورمه شپه ده چې موږ راروان یوو، »

دغه موټر چلوونکي او مسافر وایي، پر دغه لویه لار هره ورځ سلګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي او دا د روزګان ـ کندهار ترمنځ یوازینۍ ټرانزیټي لاره ده. دوی له مسوولینو د یادې لارې د اساسي رغولو غوښتنه کوي.

موټر چلوونکی صدیق الله وویل:«هماسې یې لږ خاورې پرې وغوړولې، که د کندهار والي وي او که د ارزګان والي وي را دې شي او هیتان دې راولي چې دا لار څه رقم ده، دلته مړي او ټپيان کېږي څوک چې په دغې لار باندې روان وي په درې ساعتو کې تلی نه شي.»

موټر چلوونکی صالح محمد هم څرګنده کړه:«ښځې په پښو دي ولس مو در په دره دی، سپین ږیري، مریضان او ټپيانو حتا په کوټه کې ځای نشته.»

اخوا سیمه ییز مسوولان د موټر چلوونکو او مسافرو ستونزې مني او زیاتوي چې د یادې لارې د اساسي رغولو موضوع یې له ټولګټو چارو وزارت سره شریکه کړې ده.

د ارزګان د ټولګټو چارو رییس نظام الدین نظامي وايي:«اوس اماده ګي نیول شوې ده او له خیره روان یوو د کار ساحې ته او انجینر هم راسره دی.»

تر دې وړاندې د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ارزګان ته د سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې د یادې لارې اساسي رغونه به په نږدې راتلونکي کې پیل کړي، خو لا تر اوسه یې د رغولو چارې نه دي پیل شوې.

ځينې موټر چلوونکي له حکومته غواړي چې د ارزګان - کندهار لویه لار په بنسټيزه توګه جوړه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه