په ننګرهار کې تر درملنې لاندې پر نشهیي توکو يو شمېر روږدي کسان د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، که پر کار بوخت نهشي، ښايي بيا نشې کولو ته مخه کړي.
په ننګرهار کې د یوه خیریه بنسټ له لوري راټول شوي په نشهيي توکو روږدي کسان له خپلې درملنې خوښ دي، خو له سرپرست حکومته غواړي چې د کار زمينه هم ور ته برابره کړي.
پر نشهيي توکو روږدی فضل محمود وايي: «چې کار نهوي په سلو کې ۹۰ سلنه بېرته علمیان کېږي، یوازې پنځه یا لس فیصده له عمله اوړي.»
پر نشهيي توکو روږدی يوسف خان زیاتوي: «چې کله کار او بوختیا نهوي، اکثریت خلک په نشو اخته کېږي.»
پر نشهيي توکو روږدی محمد اسحاق وايي: «که کار نهوي، یوه ناوړه کار او غلا ته دې مخ کوي.»
د دوی په باور هېواد کې تېره شل کلنه جګړه، بېعدالتي، د نشهيي توکو پر وړاندې ټکنۍ مبارزه او وزګاري هغه لاملونه دي چې پر نشهیي توکو د روږدو کسانو شمېر يې زيات کړی دی.
پر نشهيي توکو روږدی جمال وايي: «موږ بدبخته جګړو او ورو وژنو کړو، یو ورو په یو نوم او بل ورور په بل نوم وژنو.»
پر نشهيي توکو روږدی حنيفالله وايي: «دې جګړو ډېر ځوانان او خلک په نشو اخته کړل، ځکه کله چې د هغوی ذهن بدل شي، بیا نشو ته مخه کوي او نشې د دوی غم هېروي.»
اخوا د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست مسوولين وايي، په نوي زېږديز کال کې د روږدو کسانو د درملنې تر څنګ هغوی ته د حرفوي زده کړو او کوچنيو کاروبارونو زمينه هم برابروي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس محمد رحيم قلندري وايي: «ټول معتادین چې بستر کېږي، هغوی ته یو مسلکي زدهکړې هم ور زده کېږي، که هغه په هره برخه کې وي، تقریقاً پنځه برخې دي چې دوی ته مسلکي زدهکړې ورکول کېږي.»
د مسوولانو په خبره د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې يې ننګرهار کې پر نشه يي توکو د روږدو څه باندې دوه زره کسانو درملنه کړې چې نږدې زر تنه يې ښځې او ماشومان دي.
په دې اړه مو اندونه