Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندهار کې اړمنو کورنیو ته د نغدي مرستو وېش بهیر پیلېدل

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په کندهار پر پنځه سوه کورنیو د ۲۴ مېلیونه افغانیو نغدي مرستو د ویش لړۍ پیل کړه.

د کندهار د کډوالو چارو ریاست مسوولان وایي، د دغو کورنیو سروې یو کال مخکې شوې وه چې هېواد ته بېرته راستانه شوي کډوال، بې‌ځایه شوي او معلولین په‌کې شامل دي.

د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست سرپرست مولوي نقیب الله مومن وايي: «راستنېدونکي کسان هم په‌دې کې شتون لري، داخلي بې‌ځایه شوي هم په‌دې کې شتون لري، معیوبین هم په‌دې کې شتون لري، بې‌سرپرسته هم شته.»

په ورته وخت کې یو شمېر کسان چې نغدي مرسته یې تر لاسه کړي، وایي، د وچکالۍ او د خوراکي توکو د لوړ نرخونو له امله د خپلو کورنیو مالي لګښتوونه نه‌شي پوره کولای.

محمد قاسم چې پلار یې د شکر ناروغۍ له امله مړ شوی او له تېر یوه کال راهیسې دې مرستې ته په تمه و وايي، په تر لاسه شویو پیسو به د خپلې مور درملنه وکړي.

مرسته تر لاسه کوونکی محمد قاسم وايي: «زما مور ناجوړه وه، پرون ماسختن ما دغه پیسې نه درلودې، ما ته یې ټلېفون وکړ، ما دا پیسې واخیستلې، مور مې اخلم، پاکستان ته یې د درملنې لپاره وړم.»

یو بل مرسته تر لاسه کوونکی عبدالقادر زیاتوي: «زما غوښتنه دا ده چې ټوله نړۍ د افغانستان لاسنیوی وکړي او افغانستان په‌دې سختو حالاتو کې پرېنږدي.»

د کندهار اوسېدونکی الله داد وايي: «د خوراکي توکو هم ګراني ده او که ډاکټرانو ته هم څوک ځي، هلته دواګانې هم ډېرې ګران او لوړې خرڅېږي؛ نو له همدې کبله خلک ډېر بې‌وزله دي.»

د کندهار اوسېدونکی سردار محمد زیاتوي: «خدای دې وکړي چې له لویه سره ارزاني شي او خلکو ته کاروبار پیدا شي.»

په همدې حال کابل کې یو شمېر رضاکاره ځوانانو هم څه باندې ۳۵۰ اړمنو کورنیو سره د سون توکو مرسته کړې ده.

په کابل یوه اړمنه ګل بیګم وايي: «کار نه‌شته، ژمی دی، په ژمي کې دوه درې برابره لګښت ډېر شوی دی، په داسې حال کې زموږ په کورنۍ هېڅ پیسې نه‌شته.»

په کابل کې یو اړمن عبدالشهیر وايي: «کراچۍ اخلم، مارکېټ ته ځم، ۱۰، ۱۵۰ یا ۲۰۰ افغانۍ پیدا کوم، یوازې وچه ډوډۍ راته کېږي بس.»

دا مرستې داسې مهال پر اړمنو کورنیو وېشل کېږي، چې وروستیو کې په نادولتي موسساتو کې د ښځینه کارکوونکو د کار د ځنډولو په غبرګون کې یو شمېر بهرنیو او کورنیو موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي او دې چارې د مرستو بهیر هم ټکنی کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه