Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار سیندیزې حوزې مسوولان د سیند حریم کې د کورونو نړولو خبرداری ورکوي

د ننګرهار ولایت د سينديزې حوزې رياست مسوولان خبرادری ورکوي چې د سیند په حریم کې جوړ شوي هستوګنیز کورونه نړوي.

د مسوولانو په وینا، په‌دې اړه يې څېړنې پيل کړي او يوازې جلال‌اباد ښار ته څېرمه يې لسګونه جريبه غصب شوې ځمکه چې کورونه پرې جوړ شوي، تثبيت کړې ده.

د ننګرهار د سينديزې حوزې مرستیال محمد صادق هاشمي وايي: «له ولایت سره مو چې کومه ناسته کړې وه، ورته مو وویل چې خیر دی دا زموږ افغانان دي، په‌دې شاوخوا کې پورته په قاسم‌اباد او په عمر کې ورته نمرې ورکړل شي، دا غوښتنه موږ بیا هم کړې ده، خو دوی غصب کړی دی.»

ورته مهال، هغه کورنۍ چې د سیند پرغاړه یې کورونه جوړ کړي، له سرپرست حکومته غواړي چې د نړېدو په صورت کې يې د ځمکې بديل او پر ابادۍ کړی لګښت ور کړي.

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالله وايي: «خلک چې یوه کوټه جوړوي؛ نو په څه جوړېږي؟ کاروبار چې نه‌وي، ما له دې ځایه باسي په کومه خیمه کې اچوي یا کوم بل ځای ته مې وړې، زه به هلته څه وکړم؟»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی ذیشان وايي: «په‌دې خاطر چې زموږ ښځې او ماشومان بې‌ځایه او بې‌سرپناه نه‌شي، موږ ته باید یو سرنوشت وټاکي.»

د محمد امان په نوم د ننګرهار یو بل اوسېدونکی سعید شاه وايي: «له موږ دولت شرعي قباله غوښتې، د خپل کور له اسنادو سره مو ورته ورکړې ده، اوس دوی دلته راځي سروې کوي او بېرته ځي.»

خو مسوولان يوازې هغو کورنيو ته د بديل ځمکې د ورکړې ډاډ ور کوي چې غصب يې نه‌وي کړی او د دوی په خبره د سيند دواړه غاړې تر ۱۵۰ مټرو پورې د سيند حريم کڼل کېږي او هېڅوک په‌کې د شخصي کورونو او ودانيو جوړولو حق نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه