Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په نشه‌يي توکو روږدو کسانو له شتونه د هرات ښار پاکېدل

د هرات د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان وايي، دا ښار په نشه‌يي توکو روږدو له کسانو شتونه پاک شوی دی.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، دا مهال څه باندې ۵۵۰۰ په نشه‌يي توکو روږدي په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

د هرات امنیې قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر حیات الله روحاني وايي: «که په ښار، کوڅه، کوم بل ځای کېږي، پیدا کېږي یا له ایرانه اراستول کېږي، په ځینو ځایونو کې چې پیدا شي، خو کله چې دوی راشي، مجاهدین لاس په کار دي او ټول راټولوي او د درملنې مرکز ته یې وړي.»

د دې ادارې په وینا، تمه ده له درملنې وروسته، دغه کسان له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

ورته مهال، دغه کسان چې له نشه‌یي توکو لرې شوي، د کاري زمینو د برابرېدو غوښتنه کوي.

په‌ نشه‌یي توکو روږدی نظر محمد وايي: «زه نور ستړی شوی یم، نور یې نه څښم، خو داسې څوک نه و چې لاسنیوی مې وکړي. مخ مې نه درلوده چې کور ته لاړ شم.»

په نشه‌یي توکو روږدی سلیم وايي: «موږ نور ستړي شوي یوو، غواړو خپلو کورونو ته لاړ شو. څلور کاله وشول چې دلته موږ ویده و.»

له کلونو کلونو راهیسي د هرات ښار په واټونو کې د روږدو کسانو حضور، په یوې جدي ټولنیزې ستونزې اوښتی وو.  روغتیاپالان وایي، د دغو روږدو کسانو راټولول په ټولنه کې د ډیرو ناروغیو د خپریدو مخنیوی کوي.

ډاکټر احمد خپلواک وايي: «ځینې یې په تنفسي ناروغۍ اخته شوي او ځینې نور یې چې په ګډه یې زرقیات کارول د همدې ناروغۍ له کبله په صعب‌العلاج اخته شوي دي.»

د دولتي بنسټونو له لوري د مخکې وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ، په هرات ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې اویا زره تنه پر نشه یي توکو روږدي دي. زیات شمېر دغه روږدي کسان بې سرپرسته نه دي او له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه