Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بندخونو کارکوونکو ته د نوي یونېفورم وېش

د بندخونو د چارو د تنظیم ادارې په ټول هېواد کې د بندخونو نظامي کارکوونکو ته د یونېفورم د وېش بهیر پیل کړی دی.

دغه پروګرام له هراته پیل شوی او ټاکل شوې د هېواد د بندخونو ټولو نظامی کارکوونکو ته پوځي جامې ووېشل شي.

د هرات د بندخونې رییس محمد نبي خلیل وویل:«د مشرانو په لارښونه، د هرات د محبس ریاست د دغې بندخونې کارکوونکو ته جامې ووېشلې چې له دغو سپېڅلو جامو سره خپله سپېڅلې دنده ترسره کړي.»

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولان، د نظامي یونېفورم وېش د بندخونو د نظم په برخه کې خورا اړین ګڼي.

د هرات زندان د ښوونې او روزنې د برخې مسوول عبدالحسیب وايي:«زموږ ټول پرسونل ته مشخص یونېفورم ورکړل شو او له دوو میاشتو راهیسې په مظمه توګه روزنه ویني.»

د هرات د بندخونې امنیتي مرستیال عبدالحی منیب څرګندوي:«د هرات د بندخونې پرسونل ته د یونېفورم ورکړه، دا ښېګڼه لري چې د پوځي او غیر پوځي توپير وشي.»

د پولیسو ځينې سرتېري چې اوس اوس یې پوځي یونېفورم اخیستی، وايي چې پوځي جامې په حکومت کې د نظم او په ټولنه کې د امنیت د ټینګښت لامل کېږي.

د پولیسو سرتېری نیک محمد وايي:«که چېرې یو پوځي یونېفورم ونه لري، د یوه ملکي او پوځي کس ترمنځ توپیر نه کېږي.»

د پولیسو بل سرتېري خیر محمد اخندزاده هم وویل:«له یونېفورم سره ځان ډېر راحته احساسوم.»

ځينې پوځي کارپوهان وايي چې امنیتي ځواکونو ته د نظامي یونېفورم وېش به په هېواد کې نظم رامنځته کړي او د ټولنې د امنیت په تامین کې به هم مهم وي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه