د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په هرات ولایت کې له زرو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
د مسوولانو په خبره، دغه مرستندویه بنسټ د هرات په یو شمېر ولسوالیو کې زرو کورنیو سره د نغدو پېسو مرسته کړې ده.
د هرات د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مالي او اداري مرستیال عبدالغفور جلالي وايي: «هرې کورنۍ ته نږدې ۴۷ زره اووه سوه افغانۍ ورکول کېږي. دا زموږ هڅه ده چې په هر حالت کې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړو.»
بېوزله کسان چې د هرات له بېلابېلو ولسوالیو د کډوالو چارو ریاست ورغلي، وایي، د لوږې او بېوزلۍ له امله د مرستو ترلاسه کولو ته راغلي دي.
بېوزله خان محمد وايي: «دا زموږ لپاره ستره مرسته ده، زموږ د درې، څلور یا پنځه میاشتو لګښت پوره کوي. موږ هېڅ عاید نهلرو، ډېر انتظار مو وایست، څو مرسته راشي او خپل ژوند پر مخ یوسو.»
بېوزله زینب وايي: «په کور کې نه غوړي لرو، نه غنم، نه وریجي هېڅ نه لرو، ان وچه ډوډۍ هم نهلرو.»
دغه اړمنې کورنۍ له سرپرست حکومت او نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي چې له اړمنو سره مرسته وکړي.
د دوی په وینا، په کلیو کې ډیری خلک لا هم د مرستو له ترلاسه کولو محرومه دي.
اړمن خدا داد وايي: «داسې اړمن شته چې نه کار او نه کوم کسب لري. ایران هم دغسې شو او پاکستان هم بند دی.»
اړمن لعل جان وايي: «بدمرغي ده، موږ له دې ډېرې مرستې غواړو.»
ورته مهال یو شمېر اړمن وايي، په تیر یوه نیم کال زیاته موده کې د اقتصادي بحران پراخیدو سره، په هیواد کې د لوږې او بې وزلۍ کچه لوړه شوې ده. که څه هم نړیوالې بشرپاله مرستې دوام لري، خو ډیری هیوادوال وایي چې لا تراوسه له دې مرستو بې برخې پاتې دي.
په دې اړه مو اندونه