Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار په ارغستان کې د اوبو زېرمه کولو یو بند پرانیستل شو

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له لوري د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو د زېرمه کولو یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کندهار سیمه‌ییز مسوولان وايي، د دې بند په جوړولو نږدی سل زره ډالر لګښت راغلی چې د دوه زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.

د کندهار د اقتصاد ریاست سرپرست عبدالسلام بریالی وايي: «موږ د کندهار په اکثرو ولسوالیو کې داسې چک ډېمونه او داسې حیاتي پروژې چې هغه د ولسونو لپاره حیاتي وي، پلان لرو چې تطبیق شي.»

قومي مشر حاجي خدایداد وايي: «دلته اوبه ډېرې کمې وې، اوبه نه‌وې، څښلو او څارویو لپاره مو نه درلودې، مالونه مې تلف شول، باغونه او هېڅ راپاتې نه‌شول.»

د دې بند چارې د  درې میاشتو په موده کې بشپړې شوي چې د څلور سوه زره مټر مکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

بل‌خوا د سیمي اوسېدونکي د یادې ولسوالۍ په نورو برخو کې هم د ورته بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی سلطان محمد وايي: «دا ډېمونه (بندونه) د اوبو لپاره غټه استفاده ده او ډېره فایده رسوي، زموږ اوبه ډېرې لاندې وې، اوس د دې بند په ډکوالي باندې اوبه هم راپورته شوې.»

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی الله داد زیاتوي: «موږ له ښار او ولسوالۍ څخه لرې کلینیک او دا ډول بندونه غواړو او د دې بند لپاره ویاله او ناور غواړو.»

د کندهار د اقتصاد ریاست مسوولان وايي، نړیوالو مرستندویه بنسټونو په دغه ولایت کې د ښځو د کار بندیز په غبرګون کې د خپلو یو شمېر پراختیایي پروژو چارې ځنډولې او دوی یې بېرته د ژر پیلېدو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه