د بدخشان سیمهییز مسوولان وایي، د دې ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښوېدو په پېښه کې دوه کسانو مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د مسوولینو په وینا، د واورې ورېدو له کبله، له مرکز فیضاباد سره د دغه ولایت له لسو ډېرو ولسوالیو ارتباطي لارې هم تړل شوې دي.
د بدخشان طبیعي پېښو ته د رسېدو ریاست د پېښو امر محمد کامګار وايي: «دوه شهیدان او شپږ ټپیان لرو. له بده مرغه په راغستان کې واورې ښویېدو زموږ د دوه هېوادوالو ژوند اخیستی دی.»
سیمهییز مسوولان زیاتوي، د واورې ورېدو له امله، د کوف اب، دروازها، واخان او شغنان ولسوالیو د نښلېدونکې لارې هم تړل شوې دي.
بل خوا، د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وایي، د نښلوونکو لارو د تړل کېدو له امله له خورا زیاتو ستونزو سره مخ شوي او له نیمې لارې بېرته د فیضاباد ښار ته ستانه شوي دي.
د بدخشان اوسېدونکی محمد فهیم وايي: «لارې تړل شوي او ډېرې خرابې دي. د تګ امکان نه و، واروه ډېره زیاته شوې، موږ له نیمې لارې راوګرځېدلو.»
د بدخشان یو بل اوسېدونکی ببرک زیاتوي: «واوره ورېدله، موټر بند شول، تللی نه شول، په موټر کې راسره ټپي وو، بېرته فیضاباد ته راوګرځېدلو.»
دغه مسافرین له مسوولانو غواړي چې د یادو نښلوونکو لارو د خلاصېدو په موخه هلې ځلې وکړي.
د بدخشان اوسېدونکی عبدالسلام زیاتوي: «له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې له خلکو او ټولګو مسوولانو سره همکاري وکړي، څو د یاوان ولسوالۍ د تګ-راتګ لارې پرانیزي.»
د بدخشان اوسېدونکی محمد شریف وايي: «مسوولان دې د بدخشان لارو او د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي، ځکه د درې ولسوالیو خلک د لارې له ستونزو سره مخ دي.»
د یادونې ده چې په تېرو دریو ورځو کې د بدخشان سربیره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم واوره ورېدلې ده.