Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین: د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز دایمي نه دی

د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د ځوانانو یوې غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال وایي، چې د ښځو د زده کړو او کار په اړه شته محدودیتونه دایمي نه دي 

هغه زیاتوي چې اسلامي امارت هڅه لري چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد یونس راشد وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت د ښځو د تعلیم او کار په اړه باندې، د پالیسۍ په جوړولو باندې مصروف دی، د مقدس شریعت په چوکاټ کې ښځو ته چې څومره حقوق ورکړل شوي، اسلامي امارت هغه ته متحد دی.»

د ارزګان اوسېدونکی جاوېد خپلواک وايي:«زموږ خپلې خویندې چې په وړانډې یې د تعلیم دروازې تړل شوي دي، دا دروازې به تر کله تړلي وي، حال دا چې دا یو ډول سوژه ده چې موږ خارجیانو ته په لاس ورکړې ده.»

بلخوا د دې غونډې یو شمېر ګډونوال بیا ځوانانو ته د کاري زمینو د برابرلو تر څنګ، د ښځینه‌وو د کار او زده کړو په اړه د ژر اقدام غوښتنه کوي.

د ارزګان اوسېدونکی ولي محمد پخلا وايي:«همدا تېره هفته په ډېرو ادارو کې دلته یو کمېسیون کار کوي، هغه کسان چې په پخوانۍ اداره کې پاتې و او له پخواني وخت څخه کار کوي، ټولو ادارو څخه ایسته شوي دي.»

د ارزګان بل اوسېدونکي اکبر جان هم وویل:«په کوم لحاظ د تصفیې کمېسیون یو ملکي مامور ایسته کوي په ټول هېواد کې نه کېږي خو په ارزګان کې کېږي، ولې کېږي.»

د ارزګان بل اوسېدونکی جمعه ګل همت هم څرګنده کړه:«ما په دې ملک کې پوهنتون ویلی، ایا دا مې جرم کړی، ایا دا مې ګناه کړې ده. که چېرې په تېر نظام کې ما شپاړس کاله مکتب ویلی، پوهنتون مې ویلی دا زما ګناه ده؟»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د دویم ځل لپاره د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، په هېواد کې د وزګارۍ کچه تر بل هر وخت لوړه شوې، خو اسلامي امارت یې د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل اصلي لامل بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه