Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار کې د پوهنتون استادانو ته ځانګړی شوی ښارګوټی دوی ته وسپارل شو

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند بحراباد سیمه کې د  ننګرهار پوهنتون استادانو ته ځانګړی شوی قیام‌الدین خادم ښارګوټی د غصب مخنیوي کمېسیون له ارزونې وروسته رسماً د دې پوهنتون استادانو ته وسپارل شو.

دغه ښارګوټی چې شاوخوا لس کاله وړاندې ورته پنځه سوه جریبه ځمکه ځانګړې شوې وه، نږدې ۴۰ سلنه رغنیزې چارې په‌کې بشپړې شوي خو نمره لرونکي په‌کې د لومړنیو خدماتو د پیل غوښتنه کوي.

د جلال‌اباد ښاروال مولوی نعمت‌الله اخوند وايي: «د کور له جوړېدو مخکې به په ښاروالۍ کې چې کوم اسناد دي، هغه به طی کړي او له هغه وروسته به موږ دوی ته د ملکیت سند ورکړو.»

په همدې حال کې د پوهنتون استادان وايي، په ښارګوټي کې د ډېری کورونو رغنیزې چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوي، خو لا هم د ښارګوټي ځمکه د غصب له ګواښ سره مخ ده.

د استادانو ښارګوټي د کمېسیون مشر  احمدګل واثق زیاتوي: «دا غاصبین همداسې راروان دي، تر اوسه پورې همداسې راروان دي، له بده مرغه نه یې ورته مخه ونیوله او نه ورته سیم خاردار ولګول شو او نه ورته پایې معلومې شوې چې له دې ځایه دې خوا مه راځئ.»

د پوهنتون استاد احمد جميل پوپلزی وايي: «په لټه کې یوو چې ځینې داسې ادارې او موسسې پیدا کړو چې ښارګوټي ته د ژورو څاګانو د کېندلو امکانات برابر کړي.»

اخوا د ننګرهار غصب مخنیوي کمېسیون مسوولان وایي، له غصب څخه د پوهنتون اړوند ځمکو پر خلاصون سربېره به د دې ولایت ټولې غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او غاصبین به یې اړوندو ارګانونو ته ور وپېژني.

د ننګرهار غصب مخنیوي کمېسیون غړی محمد فاروق انصاري پشه‌یي زیاتوي: «موږ په وار-وار ورپسې یوو، ان‌شاء الله په یو لوېشت ځمکه باندې سر ورکوو او غاصبینو ته یې نه پرېږدو، خپلو ولسونو ته به حق و حقوق نه ورکوو.»

د غصب مخنیوي کمېسیون د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې نږدې څلور سوه زره جریبه ځمکه غصب شوې وه، خو نږدې سل زره جریبه ځمکه یې تثبیت او بېرته له غصب څخه خلاصه شوې او د پاتې نورې د خلاصون هڅې هم روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه