Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو پر کار له بندیز وروسته پکتیا کې د بشري مرستو کمېدل

د پکتيا یو شمېر اوسېدونکي د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو بهیر له ټکني کېدو اندېښنه څرګندوي.

دوی ادعا کوي چې په یو شمېر بنسټونو کې د ښځو پر کار د محدودیت له امله د مرستو بهیر ټکنی شوی او سرپرست حکومت باید پر خپلې دغې پریکړې بیا کتنه وکړي.

د پکتيا اوسېدونکي فريدون وویل:«له اسلامي امارته غواړو، نظام شرعي دی ښځو ته د کار اجازه ورکړي چې په حجاب کې راشي او په دفتر کې کار وکړي، چې موسسې هم له خلکو سره مرستې وکړي.»

د پکتيا بل اوسېدونکی ولي خان هم وايي:«اوس مرستې له سل سلنې اتیا سلنې ته را کمې شوې دي دلیل یې هم له کاره د ښځو منع کېدل دي.»

اوسېدونکي زیاتوي چې طبیعي پېښو د هغوی ستونزې زیاتې کړې دي.

ملالۍ چې د اوه کسیزې کورنۍ سرپرسته ده، وايي د دې سربېره چې له اقتصادی ستونزو سره مخ ده؛ خو نه ده توانېدلې چې له مرستندویه بنسټونو څخه مرستې ترلاسه کړي.

اړمنه ملالۍ طلوع نیوز ته وايي:«په خدای قسم چې د شپې مې د پخولو لپاره مې څه نه لرل، اوس چې دلته راغلې یم د موټر کرایه مې پور کړې ده.» 

ورته مهال، د پکتیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان هم د اړمنو ستونزې مني، خو وایي چې د تېر پرتله د مرستو کچه ۹۵ سلنه راټیټه شوې ده.
 
د پکتيا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس نثار احمد نجات وویل:«مرستې کمې شوې دي. باید له موسساتو وپوښتل شي چې ولې یې مرستې کمې کړې دي، هغه ګدامونه چې موږ یې طبیعي پېښو ته د رسېدنې لپاره لرو، اړ شو چې له ګدامونو له خلکو سره مرسته وکړو.»

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د يو فرمان په صادرولو سره په یو شمېر موسسو کې د ښځو پر کار بنديز ولګېد، چې له امله یې یو شمېر دغو بنسټونو خپلې چارې په ټپه ودرولې او له امله یې د مرستو رسولو بهیر هم ټکنی شو.

د پکتیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان هم د اړمنو ستونزې مني، خو وایي چې د تېر پرتله د مرستو کچه ۹۵ سلنه راټیټه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه