یوې مېرمنې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یوه رسټورانت په جوړولو سره له زدهکړو محرومو ځينو نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د رسټورانټ څېښتنه زرغونه غظیمي وايي چې دغه زده کوونکې د خپلو کورنیو سرپرستي هم پرغاړه لري.
په دغه کوچني رسټورانټ کې، بېلابېل سیمهییز خواړه چمتو کېږي او په سیار ډول په پلخمري ښار کې پلورل کېږي.
د رستورانت څېښتنه زرغونه عظیمي طلوع نیوز ته وايي:«هغه پېغلې چې له ښوونځیو پاتې دي، هم کار وکړي او هم یې د کورنۍ لپاره یو څه کېږي. او همدارنګه هغه مېرمنې چې بیرون ته راځي، کولای شي په آزاده توګه یو څه وخوري»
په همدې حال، ځينې زدهکوونکې چې په دغه رسټورانټ کې په کار بوختې دي، له سرپرست حکومته غواړي چې په راتلونکي پسرلي کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
حمیده چې په اووم ټولګي کې ده، وایي د خپلې اوه کسیزې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري او له ښوونځي تر محرومیت وروسته په دې رسټورانټ کې پر کار بوخته ده.
هغې وویل:«کله چې زه له ښوونځي پاتې شوم، دلته راغلم، ځکه ښځې دي او کار کوم. هغه پیسې چې موږ ته یې راکوي کولای شم له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم».
بله زده کوونکې مریم صادقي هم وايي:«کابو دوه میاشتې کېږي چې دلته کار کوم. ښه دی هغه پیسې چې راکوي په کور کې یو څه پرې کېږي.»
په همدې حال، په پلخمري ښار کې دغه رسټورانټ د نجونو او ښځو پام ځان ته اړولی دی او ډېری مهال د خوړو لپاره دغه رسټورانټ ته مراجعه کوي.
د بغلان اوسېدونکې زهره عبادي په دې هکله وایی:«د دې پرځای چې بیرون له سړیو یو وپېرو، دلته موږ په ازاده توګه کولای شو چې خواړه وپېرو او وې خورو، دلته ټولې ښځې دي.»
په بغلان کې ځينې زده کوونکې وایي چې د ښوونځیو د دروازو تړل کېدو وروسته یې درنو کارونو ته مخه کړې او د تعلیمی راتلونکي په هکله اندېښمنې دي.
دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د نجونو پر مخ دې د ښوونیزو مرکزونو دروازې پرانیزې.
په دې اړه مو اندونه