Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بدخشان کې د رسنیو مسوولان: د خپلو کارکوونکو امتیازونه نه‌شو ورکولی

په بدخشان کې د یو شمېر خصوصي رسنیو مسوولان وایي، په وروستیو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اوس‌مهال د خپلو کارکوونکو د تنخوا د ورکړې وس هم نه‌لري.

د دوی په وینا، څه باندې یو کال کېږي چې نه‌دي توانېدلي خپلو یو شمېر کارکوونکو ته تنخوا ورکړي.

په بدخشان کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ مسوول عبدالبصیر حقجو وايي: «د جمهوریت له پرځېدو وروسته رسنۍ د امنیت له اړخه ښې دي، خو د اقتصاد، بازارموندنې او یا هم د مالي ملاتړ له اړخه چې د یوې رسنۍ کارکوونکی او ژورنالېسټ داسې معاش تر لاسه کړي چې خپل ژوند پرې پر مخ یوسي، ښه نه‌دی.»

په بدخشان کې د یوې سیمه‌ییز رسنۍ مسووله نجلا شېرزاد وايي: «مخکې مو د خپرونو د اعلاناتو له لارې کولای شول د خپلو کارکوونکو معاش ورکړو.»

په‌دې ولایت کې د رسنیو یو شمېر کارکوونکي هم وایي، له څه باندې یو کال راهیسي د مالي امکاناتو د نه‌شتون له امله، په وړیا ډول یا هم په لږې تنخوا په رسنیو کې فعالیت کوي.

په بدخشان کې د یوې سیمه‌ییزو رسنۍ کارکوونکې حسیبه وايي: «څه موده وشوه چې رضاکارانه کار کوو، ځکه چې موږ ته معاش نه‌دی ټاکل شوی.»

په بدخشان کې د یوې سیمه‌ییزو رسنۍ کارکوونکی سید محب سادات زیاتوي: «رسنۍ په بد اقتصادي وضعیت کې دي. رسنۍ ډېر کمزورې شوي او یوازېني کسان چې رسنیو ته کار لپاره راضي، یوازې رضاکاره خلک دي.»

په همدې حال کې د بدخشان سیمه‌ییز مسوولان، په‌دې ولایت کې د سیمه‌ییزو رسنیو اقتصادي ستونز ته د رسېدو خبر کوي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي: «ستونزې مو ورته له مسوولانو سره شریکې کړې او هغوی ژمنه وکړه چې په پسرلي کې به ورته یو مېکانېزم جوړ کړي له لارې به یې رسنیو ته د عاید یو سرچینه پیدا شي.»

د یادونې ده چې اوس‌مهال په بدخشان کې درې انځوریزې او یوولس غږیزې رسنۍ فعالیت کوي چې له دې منځه دوه رسنۍ د میرمنو له لورې اداره کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه