Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې د نارینه زده‌کوونکو یونېفورم ارزول کېږي

د نوي ښوونیز کال له رانږدې کېدو سره هم‌مهاله د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د ښوونځیو د نارینه زده‌کوونکو د یونېفورم د وروستۍ کولو لپاره هڅې روانې دي.

دوی زیاتوي، د یونیفورم د څارنې او ارزونې لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې او په وینا یې دغه کمېټه به د هلکانو یونېفورم د اسلامي اصولو او د هېواد له کلتور سره سم چمتو کړي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی په‌دې هلکه طلوع‌نیوز ته وايي: «باید په هر مکتب، هره لېسه او هره تعلیمي اداره کې زده‌کوونکي هغه یونېفورم او هغه جامه واغوندي چې زموږ له اسلام او افغاني کلتور سره سمون خوري.»

بل‌خوا یو شمېر نارینه زده‌کوونکي له اسلامي امارته غواړي چې نوي یونېفورم  ته مناسبه طرحه جوړه کړي.

زده‌کوونکی امید په‌دې اړه وویل: «زه خفه یم چې دا لباس یې تعین کړی دی، دا لباس ډېر عادي لباس دی، دا لباس خو عام خلک په کور کې اغوندي. دوی باید سم رسمي لباس واغوندي.»

زده‌کوونکی میلاد زیاتوي: «موږ خوښ یوو چې زموږ ښوونځي ته یو سنتي یونېفورم راغلی او موږ غواړو چې دا یونېفورم موږ ته چمتو شي.»

له دې سره هم‌مهاله یو شمېر نجونې زده‌کوونکي وایي، باید نجونو ته هم د زده‌کړو اجازه ورکړل شي او ټولې نجونې چمتو دي چې د اسلامي حجاب په رعایت سره خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

زده‌کوونکې دیانا په‌دې اړه وویل: «هر ډول چې هغوی غواړي موږ چمتو یوو، خو موږ غواړو چې زموږ پر مخ ښوونځي پرانیستل شي او زموږ راتلونکې ښه شي.»

زده‌کوونکې نرگس زیاته کړه: «دوی باید د نجونو لپاره یونېفورم جوړ کړی وای، دوی چې هر ډول یونېفورم ووايي، موږ یې ورسره منو.»

د ښوونځيو یو شمېر زده‌کوونکي له پوهنې وزارته غواړي چې د زده‌کوونکو د نصاب په بدلون کې له ځیرتیا کار واخلي.

ښوونکی حسیب مالیار په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «ځکه شاګردان دي، که د یونېفورم په برخه کې وي او د درسونو د پلان لپاره کوم نوی میتود عملي کېږي د استادانو؛ نو په‌دې کې باید دوی ډېر محتاطانه عمل وکړي.»

څه باندې یو نیم کال کېږي چې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړلي دي، خو د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ویلي چې په اسلامي چوکاټ کې به نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یونیفورم د څارنې او ارزونې لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې او په وینا یې دغه کمېټه به د هلکانو یونېفورم د اسلامي اصولو او د هېواد له کلتور سره سم چمتو کړي.

Thumbnail

د نوي ښوونیز کال له رانږدې کېدو سره هم‌مهاله د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د ښوونځیو د نارینه زده‌کوونکو د یونېفورم د وروستۍ کولو لپاره هڅې روانې دي.

دوی زیاتوي، د یونیفورم د څارنې او ارزونې لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې او په وینا یې دغه کمېټه به د هلکانو یونېفورم د اسلامي اصولو او د هېواد له کلتور سره سم چمتو کړي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی په‌دې هلکه طلوع‌نیوز ته وايي: «باید په هر مکتب، هره لېسه او هره تعلیمي اداره کې زده‌کوونکي هغه یونېفورم او هغه جامه واغوندي چې زموږ له اسلام او افغاني کلتور سره سمون خوري.»

بل‌خوا یو شمېر نارینه زده‌کوونکي له اسلامي امارته غواړي چې نوي یونېفورم  ته مناسبه طرحه جوړه کړي.

زده‌کوونکی امید په‌دې اړه وویل: «زه خفه یم چې دا لباس یې تعین کړی دی، دا لباس ډېر عادي لباس دی، دا لباس خو عام خلک په کور کې اغوندي. دوی باید سم رسمي لباس واغوندي.»

زده‌کوونکی میلاد زیاتوي: «موږ خوښ یوو چې زموږ ښوونځي ته یو سنتي یونېفورم راغلی او موږ غواړو چې دا یونېفورم موږ ته چمتو شي.»

له دې سره هم‌مهاله یو شمېر نجونې زده‌کوونکي وایي، باید نجونو ته هم د زده‌کړو اجازه ورکړل شي او ټولې نجونې چمتو دي چې د اسلامي حجاب په رعایت سره خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

زده‌کوونکې دیانا په‌دې اړه وویل: «هر ډول چې هغوی غواړي موږ چمتو یوو، خو موږ غواړو چې زموږ پر مخ ښوونځي پرانیستل شي او زموږ راتلونکې ښه شي.»

زده‌کوونکې نرگس زیاته کړه: «دوی باید د نجونو لپاره یونېفورم جوړ کړی وای، دوی چې هر ډول یونېفورم ووايي، موږ یې ورسره منو.»

د ښوونځيو یو شمېر زده‌کوونکي له پوهنې وزارته غواړي چې د زده‌کوونکو د نصاب په بدلون کې له ځیرتیا کار واخلي.

ښوونکی حسیب مالیار په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «ځکه شاګردان دي، که د یونېفورم په برخه کې وي او د درسونو د پلان لپاره کوم نوی میتود عملي کېږي د استادانو؛ نو په‌دې کې باید دوی ډېر محتاطانه عمل وکړي.»

څه باندې یو نیم کال کېږي چې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړلي دي، خو د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ویلي چې په اسلامي چوکاټ کې به نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه