Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امو سیند د زیانمنو غاړو د رغولو چارې پیل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان د هېواد په شمال کې د امو سیند زیانمو غاړو د رغولو له پیلېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال شمالي ولایتونو ته سفر په کې ویلي، د دې پروژې د بشپړېدو په پار یې په بېړني ډول دوه مېلیارډه افغانۍ ځانګړې کړې او په راتلونکي کې به شپږ مېلیارډه نورې هم ورته ځانګړې کړي.

د نوموړي په خبره، یاد وزارت پلان لري چې د امو سیند په دریو زیانمنو شویو سیمو کې استنادي دیوالونه جوړ کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده وايي: «د امو تحکیماتو لپاره دوه قسمه پلانونه لري، یو هغه سیمې چې په بېړني ډول تر ګواښ لاندې دي، له ګواښ څخه وژغورل شي، د هغوی لپاره موږ دوه مېلیارډه افغانۍ بودجه په نظر کې نیولې ده او بل اوږدمهال پلان دی چې په هغې کې تقریباً شپږ مېلیارډه افغانۍ په نظر کې نیول شوې ده.»

بل‌خوا د کندوز امام صاحب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د دې پروژې د چارو په پیلېدو سره خوښ دي او وایي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به امو سیند ته څېرمه د زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او کورونو د ویجاړېدو مخه ونیول شي.

د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد میر وايي: «زموږ ټولې سیمې، کرنیزې ځمکې، کلي او جامع جومات ټول له ویجاړۍ سره مخ وو.»

د امام صاحب ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی اسدالله زیاتوي: «د پروژې په کار سره به دلته زرګونه جریبه ځمکه، زرګونه او شېرخان بندر به له ویجاړۍ وژغورل شي.»

د امو سیند د غاړو رغولو چارې یو شمېر شمالي ولایتونو کې داسې مهال پیلېږي چې تر دې وړاندې د دې سیند د اوبو را وتو له امله سیند ته څېرمه یو شمېر اوسېدونکو د خپلو کرنیزو ځمکو او کورونو له ویجاړېدو شکایت کاوه.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال په خبره، یاد وزارت پلان لري چې د امو سیند په دریو زیانمنو شویو سیمو کې استنادي دیوالونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه