Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خان اباد اوسېدونکي: روغتیايي کلینیکونه مو لږ دي

د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو له کمښت شکایت کوي او وایي چې روغتیایي مرکزونو ته د ناروغانو د لېږدولو پرمهال له خورا زیاتو ستونزو سره مخ دي.

دوی له سرپرست حکومت د لا زیاتو روغتیايي خدمتونو له وړاندې کېدو او د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکی شمس الدین وايي:«ناروغ چې راولو، لاره لېرې ده، موټر هم نه پيدا کېږي، له مرکب سره په ډېرې ستونزې سره د دغه ځایه ځان رسوو.»

د خان آباد ولسوالۍ بل اوسېدونکی دوست محمد هم وايي:«روغتون نه لرو، کلینیک نه لرو، د کلي د لارې ستونزې زښته زیاتې دي، د موټر کرایه ډېره لوړه ده. موږ نه شو کولای چې ځان خان اباد یا بلې سیمې ته ورسوو. موږ غواړو چې هلته موږ ته یو کلینیک جوړ شي.»

د خان آباد ولسوالۍ بل اوسېدونکی تاش محمد هم څرګندوي:«له اسلامي امارته غواړو چې موږ خلکو ته یو کلینیک جوړ کړي او دغه خلک له ستونزو حلاص شي.»

ورته مهال، د خان آباد ولسوالۍ روغتیایي مسوولان هم په دې ولسوالۍ کې د یو لړ روغتیایي ستونزو د شتون پخلی کوي.

د خان ولسوالۍ د عامې روغتیا آمر محمد صابر اسرارهم زیاتوي:«د خان اباد په لېرې پرو سیمو کې موږ په ډېریو سیمو کې کلینیک نه لرو. موږ وړاندیز وکړ، ان‌شاالله چې هلته به ثابت او دایمي کلینیکونه جوړ شي، دا به د خلکو لپاره ډېره ښه وي، ځکه چې لاره یې ډېره لېرې ده.»

خو د کندوز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغې ولسوالۍ په ګڼو لرو پرتو سیمو کې یې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي او د خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه سیمی ته سیارې ډلې هم استوي.

د کندوز د عامې روغتیا ریاست مرستیال رحمت الله طوطاخېل څرګندوي:«الحمدالله موږ په خان اباد ولسوالۍ کې روغتون لرو، فرعی کلینیکونه هم لرو، د روغتیا پروژه لرو، د او ارسي دي او او سي سي ډي دوه پروژې هم لرو.»

مخکې له دې د کندوز د ځينو نورو لېرې پرتو سیمو اوسېدونکو هم له ورته ستونزو شکایت درلود او له سرپرست حکومته یې د دغو ستونزو د هواري غوښتنه کړې وه.

د خان اباد ولسوالۍ ځايي چارواکي هم د دغه ولسوالۍ په ۵۰ بستریز روغتون کې د ډاکټرانو او بسترونو د کمښت پخلی کوي او د دغو ستونزو د حل غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه