Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: په یو کال کې په لوېدیځه حوزه کې ۳۵۰۰ پولیس روزل شوي

د لوېدیځې حوزې د پولیسو روزنیز مرکز مسوولان وایي، په تېر څه باندې یو کال کې ۳۵۰۰ پولیسو په دې مرکز کې مسلکي زده‌کړې کړې دي.

د مسوولانو په وینا، دغه مسلکي پوځي زده‌کړې به له خلکو سره د پولیسو ښه چلند او د جرمونو د کشف په برخه کې اغیزناک تمام شي.

په لوېدیځه حوزه کې د پولېسو روزنیز مرکز قومندان محمد اسماعیل هدایت وايي: «مختلف درسونه دي، استخباراتي دي، جنايي دي او تلاشي ده، د پېښې سیمې بررسي کول دي.»

ورته مهال، تازه د لوېدیځې حوزې له روزنیز مرکز څخه نږدې درې سوه پولیس فارغ شوي دي. دغه پولیس ډاډ ورکوي چې تر خپلې ادارې لاندې برخو کې به د خلکو امنیت ټینګ کړي.

فارغ شوی پولیس عبدالباسط وايي: «د پولیس لپاره مهمه وسله اخلاق ده، ځکه د پولیسو کار له ولس سره دی.»

یو بل فارغ شوی پولیس سید محمد وايي: «موږ ان د خپلې وینې او سر په بدل کې د خپلو خلکو د ارامتیا او امنیت لپاره هڅه کوو.»

د امنیتي چارواکو په وینا، د پولیسو روزنه د امنیت د ټینګښت او له حکومت سره د خلکو نږدېوالي په برخه کې مهم ګڼل کیږي.

د هرات د عالمانو ولایتي شورا رییس مولوي بشر وايي: «د خلکو حفاظت وشي او ټولو خلکو ته د خپر کریبانو په سترګه وګورئ. که سپین‌ږیری مو ولېد د خپل پلار، اکا او نیکه په ډول احترام ورته ولرئ.»

تمه ده دغه سرتیري د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت په موخه میشت شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه