Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر زده‌کړو بندیز؛ ننګرهار کې نجونو خیاطۍ ته مخه کړې

په ننګرهار ولایت کې زده‌کوونکې او زده‌کړیالانو د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د خیاطۍ زده کولو ته مخه کړې ده.

دوی له اسلامي امارته غواړي چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره، د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

مريم چې لومړی لیسانس یې د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې بشپړ کړی او د خپل دویم لیسانس د بشپړولو په پار د اقتصاد پوهنځي محصله ده وایي، وروسته له هغه چې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، د خیاطۍ زده‌کړې ته یې مخه کړې او له دې لارې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ کوي.

زده‌کړیالې مريم په دې هکله وویل:«له پوهنتونه فارغه شوې یم؛ خو اوس چې ښځې له کاره منع شوې دي له همدې امله راغلم او خیاطي مې زده‌کړه.»

سيلۍ د ښوونځي په يوولسم ټولګي کې وه چې د نجونو پر وړاندې تر شپږم پورته ښوونځي وتړل شول او په خبره يې تر يو نيم کلن انتظار وروسته يې د يو خيريه بنسټ په مرسته د خياطۍ زده‌کړې ته مخه کړه.

نازیه د یولسم ټولګي زده کوونکې ده هغه چې د ۱۳ کسيزې کورنۍ يوازینۍ سرپرسته ده، له اسلامي امارته غواړي چې د نوي ښوونيز کال له پيلېدو سره سم د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي او ښځينه‌وو ته د کار زمينه برابره کړي.

د خياطۍ کورس زده‌کوونکې سيلۍ وايي:«باید موږ ته اجازه راکړي او زموږ ښوونځي پرانیزي او د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»

د خياطۍ کورس زده کوونکې نازيه هم څرګندوي:«له کونډو ښځو سره دې مرسته وکړي او د نجونو لپاره ښوونځي دې پرانیزي.»

د خياطۍ د زده‌کړې د دې پروګرام مسوولان وايي، ۱۵۰ تنه ښځينه ور سره پر زده‌کړې بوختې دي چې يوه برخه يې د ښوونځيو زده‌کوونکې او د پوهنتون زده‌کړيالانې دي.

د خياطۍ د زده‌کړې پروګرام مسوول عبدالرازق همدرد وویل:«موږ دغو مېرمنو ته د دوه لکه افغانیو په ارزښت رخت یا تیکه ورکړې وه چې جامې وګڼي او هغه وپلوري. دا پروګرام به دوام ولري.»

اخوا د ننګرهار ولايتي مسوولان د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په اړه له هلو ځلو خبر ورکوي.

د ننګرهار پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزی څرګندوي:«موږ هیله لرو چې په راتلوونکي کې اسلامي امارت به زموږ د خویندو د زده‌کړو لپاره اقدام وکړي.»

د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانيستو ته په داسې حال کې هيلې زياتې شوې دي چې د کب په ۱۵مه په سړو سیمو کې د نجونو له حضوره پرته پوهنتونونه پرانیستل شول او تمه ده دوه اوونۍ وروسته په ټول هېواد کې ښوونځي هم پرانیستل شي، خو لا روښانه نه ده چې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجاره به ورکړل شي او کنه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه