Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرنې وزارت: په ټول هېواد کې به ۳۴ مېلیون نیالګي ووېشل شي

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، چې په روان کال کې به دغه وزارت د نورو ادارو او خصوصي برخې په همکارۍ په ټول هېوا کې ۳۴ میلیونه نیالګي ووېشي.

دغه وزارت له خلکو غواړي چې د نیالګیو په ساتلو کې له حکومتي ادارو سره همکاري وکړي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو د تنظیم رییس محمد امان امانیار وايي:«په مجموع کې ۳۴ مېلیونه نیالګي په ټول افغانستان کې د وېشلو لپاره چمتو دي. د کرنې وزارت د خپلو کړنلارو پر بنسټ دغه نیالګي وېشي.»

بل خوا، کابل ښاروالي وایي، که‌چېرې څوک ونه پرې کړي، اړ دی چې جریمه ورکړي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی څرګندوي:«که‌چېرې څوک نیالګی پرې کړي، او یا د نیالګي د له‌منځه وړلو لامل شي، مطلقاً دنده لري چې د نیالګي تاوان ورکړي. د کابل ښاروالۍ هر کال په هر نیالګي له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ افغانیو لګښت کوي.»

بل پلو، د چاپېریال ساتنې د برخې کارپوهان له خلکو غواړي چې په هېواد کې د ونو د ساتلو په برخه کې هڅې وکړي.

د پوهنتون استاد عبدالبصیر ترابي وايي:«د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند، په ځانګړې توګه د انسانانو په نیالیګو او ونو پورې تړلی دی.»

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده هم څرګندوي:«که چېرې هر کس هر کال دوه نیالګي کېنوي د کال اته مېلیونه نیالګي کېږي. په پنځو کلونو کې افغانستان سموسرېږي.»

له څو ورځو راهیسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د حکومتي ادارو او خصوصي برخې له خوا د نیالګیو کېنول پېل شوي د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه