د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم له مخالفینو غواړي چې د نظام پر وړاندې له مخالفته لاس واخلي.
نوموړي چې په کندهار کې د افتاء او قضاء په فراغت غونډه کې خبرې کولې، ګواښ وکړ چې د هر ډول مخالفت پر وړاندې مقابلې ته چمتو دي او د نظام تخریبوونکي به وځپل شي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي: «تاسې دا خپلې سرټمبګۍ ته مخه کوئ، د پردیو په دسیسو باندې د افغانستان ملت ته مشکلات جوړوئ، بیا مو انشاء الله موږ مقابلې ته هم اماده یوو او ځپلو ته مو هم اماده یوو.»
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همداراز له خلکو وغوښتل چې د نظام تر څنګ ودریږي او خبرداری یې ورکړی چې د اوسني نظام هر ډول تخریبوونکي "واجب القتل" دي.
ښاغلی ندیم زیاتوي: «د نظام تخریبوونکی که په ژبه باندې وي، که په قلم باندې وي، که عملي تخریب کوي، دا ټول هغه خلک دي چې بغات بلل کېږي او واجبالقتل بلل کېږي.»
بل خوا، یو شمېر شنونکي په هېواد کې د خبرو له لارې د ستونزو پر هواري ټینګار کوي.
د چارو شنونکی شمس کامران زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده، هر هغه موضوع چې حل ولري چې په جنګ حل کېږي، په خبرو دې حل شي.»
له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو، که څوک پر امیر، وزیر، رییس یا مرستیال نیوکه لري، باید له نږدې یې ورته مطرح کړي.
په دې اړه مو اندونه