Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د غیر دولتي بنسټونو د فعالیت پر کمېدو نیوکه

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولان وايي چې پر ښځو د کار له بنديز وروسته په دغه ولايت کې د موسسو فعالیتونه ټکني شوي دي.

د دې رياست د چارواکو په خبره اسلامي امارت يوازې د هغو موسسو ملاتړ کوي چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن وي او د اسلامي امارت فرمانونو ته غاړه ږدي.

د ننګرهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس اکرام الدين مفتون وايي:«هغوی نه د اسلامي امارت فرمانونو ته ژمن دي او نه هم افغاني ارزښتونو ته. هغوی سیاسي کسان دي، که چېرې سیاسي کسان نه وو، باید پر دغه فرمان یې عمل کړی وای او خپلې مرستې به یې نه اړوندولې.»

بلخوا ځينې مېرمنې چې په تېر کې په ځينو بنسټونو کې په کار بوختې وې، د خپل کار د بندیز پر دوام نیوکه کوي.

امينه محمدي چې د دیني زده کړو تر څنګ له روغتيايي علومو فارغه ده او عالي دارالمعلمين يې هم لوستی، يوه له هغو مېرمنو ده چې اوس بې دندې ده او په خبره يې کورنۍ يې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

پخوانۍ ښځينه کارکوونکې امينه محمدي وايي:«بې‌کاره شوې یم خاوند مې هم په کور دی. دوه فامیله لري او ټولې لورګانې مو دي زامن مو نشته. بیا هم له اسلامي امارته دا غوښتنه ده زموږ ته دا حق راکړي چې خپلې وظیفې ترسره کړو او خپلو بچو ته یو څه نفقه برابره کړو.»

ذکيه بله هغه مېرمن ده چې خاوند يې د تېرو جګړو پر مهال ماين چاودنه کې وژل شوی، هغه د ۱۳ کسيزې کورنۍ يوازینۍ سرپرسته ده خو د دندې نه موندلو وروسته يې د خياطۍ زده کړې ته مخې کړې.

هغه وايي:«ډېر خوشحاله یو چې دلته خیاطي زده کړو، دغه ماشینونه چې موږ ته یې په خپل کور کې راکړي دي مثلاً په کوڅه کې یا په بل ځای کې یا خپلو خپلوانو کې موږ ته څوک خیاطي راوړي موږ له هغې ځان ته نفقه پیدا کړو.»

په همدې حال، د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس وايي، په موسساتو کې د ښځينه وو د کار نه کولو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان وروسته په دغه ولايت کې د موسساتو فعاليتونه ټکني شوي.

د مسوولانو په خبره اسلامي امارت د هغو موسسو ملاتړ کوي چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن وي او د اسلامي امارت فرمانونو ته غاړه ږدي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه