د لوړو زدهکړو سرپرست ندامحمد ندیم، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د اصلاحاتو د راوستو له هڅو خبر ورکوي.
ښاغلي ندیم چې کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون په فراغت غونډه کې ګډون کړی و، وویل، په تېر حکومت کې د زورواکو له لوري د لوړو زدهکړو ځينې خصوصي پوهنتونه جوړ شوي وو، چې د ډالرو په بدل کې یې ځوانانو ته تحصیلي اسنادونه ورکول.
ندامحمد ندیم زیاته کړه چې د ورته بنسټونو د اصلاح او بدیل په لټه کې دی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل:«شاید بیا په بعضو کې تصمیم د دې ونیول شوي هغه موسسات چې بنیاد یې پر فساد وي او د خدمت اراده نه لري. جامعه فاسدوي هغه کې به بیا کوښښ وکړو چې بدیل ورته پیدا کړو.»
د لوړو زدهکړو سرپرست زیاته کړه چې د لوړو زدهکړو په برخه کې د خصوصي پوهنتونونو د ستونزو د حل لپاره یې یو کمېسیون ته دنده سپارلې او د ټولو وزارتونو پر مسوولینو يې غږ وکړ چې تازه فارغ شوي ځوانان دې په ادارو کې جذب کړي.
مولوي ندامحمد ندیم زیاتوي:«پر ټولو وزیر صاحبانو دا غږ دی، د دغې میډیا له لارې په خصوصي مجالسو کې هم ورته وايي چې دغه ځوانان تاسې په خدماتو کې درسره راولئ. هم قوت لري او هم یې استعداد لري او هم یې په دې سلسله کې ځان فارغه کړی دی.»
په سوېل کې د خصوصي لوړو زدهکړو ټولنې مسوول سید فاروق نعیمي هم وايي:«د اسلامي امارت له مشرانو څخه مو غوښتنه دا ده چې دا لوی تحصیلي سکټور حمایه کړي، همکاري ورسره وکړئ تشویق یې کړئ.»
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر وايي، دوی هڅه کوي چې د لوړو زدهکړو په برخه کې خصوصي مرکزونه پياوړي کړي ځکه په وینا یې یوازي نظام د ټولو خلکو ستونزې نهشي حل کولای.
په دې اړه مو اندونه