Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ژبې وړیا ټولګی؛ په خوست کې یو ښوونکی زلمیانو ته انګلیسي درس ورکوي

په خوست کې یو ښوونکی له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې هره ورځ څو کیلو مټره په بایسکل مزل وهي او ماشومانو او ځوانانو ته د انګلیسي ژبې درس ورکوي.

نظرت الله هره ورځ د خوست د دوه سرکه په چراګاه کلي کې نږدې پنځه ویشتو ماشومانو او ځوانانو ته په وړیا ډول په یوه شاړ پټي کې د انګلیسي ژبې درس وایي.

دغه رضاکار ښوونکی وایي، کوم وخت چې باد او باران وي په کلي کې ځینې با احساسه کسان خپلې ملېمه خونې د درس ویلو لپاره په واک کې ورکوي.

نظرت الله طلوع‌نیوز ته وايي: «ماشومان دي، ځینې یې ځوانان دي چې شمېر یې تقریباً شل یا پنځویشتو ته رسېږي، له موږ سره انګلیسي درسونه دي، هغه تعقیبوي. په‌دې کې د کلي ځینې بې‌سواده ځوانان هم شته چې هغوی هم دغه هیله کړې، تر څو دلته راشي او یو څه زده‌کړي.»

زده کوونکي یې خوښ دي چې ښار ته له تګ خلاص دي او خپله سیمه کې په وړیا ډول انګلیسي ژبه زده کوي.

زده‌کوونکی امدادلله وايي: «دلته د خښتو په بټۍ کې کار کوم، له بټۍ نه چې رخصت شم، دلته راته په انګلیسي برخه کې وړیا درسونه راکوي او دلته درس وايوو.»

زده‌کوونکی حبیب الله وايي: «دلته تر مازدیګره انګلش کورس وایوو او دلته مو ډېر څه زده‌کړي دي.»

علي مرجان یو له هغو ځايي اوسیدونکو دی چې کور او ملېمه خونه یې له ډبرو جوړ دغه ټولګي ته څېرمه موقعیت لري.

دی وایي، د باد او باران په وخت کې ښوونکی او زده کوونکي د ده دروازه ټکټوي او دی هم خپله مېلمه خونه د درس ویلو لپاره په واک کې ورکوي.

ځایي اوسیدونکی علي مرجان وايي: «کله چې باران شي یا بده ورځ او توفان وي، دوی پر ډګر باندې درس وايي، زه ورته حجره پرېږدم او سمبال یې ورته کړم.»

دغه شاړه ځمکه چې نظرت الله او زده‌کوونکو یې په‌کې ټولکی جوړ کړی، په همدې کلي کې د دوو کورنیو تر منځ پرې جنجال دی. دوی زیاتوي کومه ورځ چې جنجال حل شو، د زده‌کړو دا ځای هم له لاسه ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه