په هرات کې یوه ډله نجونې د ښوونځي په نوم د زدهکړو د یوه انلاین پروګرام په جوړولو سره؛ هڅه پیل کړې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو لاسرسی د ښوونځي مضامینو ته اسانه کړي.
دوی وايي، نجونې زدهکوونکې په ګرځنده ځیرکو مبایلونو کې د یوه پروګرام په راښکته کولو سره، د ښوونځي ټولو مضامینو ته په اسانۍ سره لاسرسی پیدا کولی شي.
د ښوونځي پروګرام اجراییوي مسووله مریم منیب وايي: «موږ غواړو چې د "ښوونځي" برنامې په کارولو سره یو داسې دایمي ښوونځی ولرو چې د ټولو لپاره پرانیستی وي او له زدهکړو پاتې نهشي.»
د ښوونځي له انلاین پروګرام سره یو شمېر پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د ښونیزو موادو په چمتو کولو کې مرسته کوي. دلته یو شمېر نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کوي.
زدهکړیاله ماه جبین وايي: «د ښوونځیو پرانیستلو ته څو ورځې پاتې دي. نجونې په تمه دي چې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.»
یوه بله زدهکړیاله پروین زیاتوي: «هیله من یوو چې د نوي کال په راتګ سره محدودیتونه لري شي. ټول کسان چې زما په څېر د زدهکړو د دوام هیلې لري، خاورو ته و نه سپاري او د ټولو ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.»
په داسې حال کې چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي، د نجونو لپاره د انلاین ښوونیزو پروګرامونو پیلېدل اړین بلل کېږي.
د پوهنتون استاده خدیجه مختار زاده زیاتوي: «انلاین ښوونه کولای شي ټولو زدهکوونکو ته د ښوونې یوه ښه سرچینه واوسي.»
د سرپرست حکومت د پرېکړې پر بنسټ، نږدې دوه کاله کېږي چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړل شوي او وروستیو میاشتو کې د پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړل شوې.