پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست وایي، د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله ۹ کسان وژل شوي او ۷۴ تنه ټپيان دي.
د دغه وزارت سرپرست زیاتوي، د دې سېلابونو په لړ کې نږدې ۱۸۰۰ استوګنیز کورونه ویجاړ او همداراز څه باندې شل زره جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات هم له منځه تللي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست محمد عباس اخند وايي: «په ۲۳ ولایتونو کې نهه کسان مړه شوي او ۱۷۷۹ کورونه نړېدلي دي.»
د بلخ ولایت زارع ولسوالۍ د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ، د سختو سیلابونو شاهده وه.
د دغو سېلابونو په پایله کې د یوولس کلن محمد کور نړېدلی دی. دی نور په خپل کور کې د ژوند فرصت نه لري.
محمد پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «سېلاب راغلی، دوه ورځې وشوې چې زموږ کور یې نړولی دی.»
د سیمې اوسېدونکی راز محمد وايي: «هېڅ نهدي پاتې، څه مو ونه شول کړای، شمېرنه مو وکړه، اول مو ګاونډیان راټول کړل، وروسته مو رسۍ تېرې کړې او د خونو له دننه مو خلک راوایستل.»
د سیمې ملک محمد رحیمي وايي: «سېلابونه راغلي د خلکو کورنه، څاروي، کرنې، سرکونه، د تګ-راتګ پل او مرکز ته نښلېدونکې لارې یې ویجاړې کړې دي.»
ورته مهال، د دې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران او اوسېدونکي له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو سیلاب ځپلو ته د سرپناه د جوړولو غوښتنه کوي.
د زارع ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اکبر وايي: «زه چېرته واسېږم، د پنځه لکه روپیو ځای مې ویجاړ شوي، تا مې انګړ ولېده.»
د زارع ولسوالۍ اوسېدونکی فضل الرحمن وايي: «موږ له اسلامي امارته او مرستندویه دفترونو غواړو چې له دې خلکو سره بېړنۍ مرسته وکړي.»
قومي مشر امان علي زیاتوي: «زموږ هیله همدا ده چې له موږ سره مرسته وشي، څو دا خلک له منځه لاړ نهشي.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د وروستیو سیلابونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۷۷۹ استوګنیز کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي او همداراز د ۲۲ زره جریبه ځمکو حاصلات هم له منځه تللي دي.
په دې اړه مو اندونه