Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بامیانو کې د بڼوالۍ وده او پراختیا

د بامیانو ځينې اوسېدونکي وايي چې په وروستیو کلونو کې د بڼوالۍ ودې او پراختیا ته یې مخه کړې ده او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

اسدالله د بامیان مرکز کې بڼوالي کوي. دی وایي چې هر کال د مڼو او زردالو څه باندې ۳۰۰ منه حاصلات راټولي او د دغو حاصلاتو د پلور له لارې، د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

بامیانو کې بڼوال اسدالله طلوع‌نیوز ته وايي:«سږکال ۳۰۰ منه چې البته سل منه یې کور او نورو لګښتونو ته او ۲۰۰ نور یې چې پاتې کېږي زموږ د کور د چای، تېل او مالګې مصرف کېږي.»

بامیانو کې بل بڼوال محمد هم څرګندوي:«پخوا خلکو د مېوو دومره ونې نه لرلې. یو دانه او دوه دانې یې یوړې او کېنولې او مېوه یې وخوړله خلکو شوق پيدا کړ اوس هره کور کابو ۵۰ تر ۱۰۰ ونې کېنولې دي.»

د بامیان یو شمېر نور اوسېدونکي چې تازه یې بڼوالۍ ته مخه کړې، د سړو خونو نه شتون د خپلو چارو پر وړاندې جدي خنډ بولي او له اړوندو مسوولینو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

بڼوال سردار وویل:«داسې سړې خونې جوړې کړې چې کچالو او مڼې په کې وساتل شي.»

بل بڼوال کریم هم وايي:«د بامیانو د کرنې ریاست دې خلکو ته امکانات برابر کړي، موږ کولای شو چې ښه مېوه ولرو.»

په همدې حال، د بامیانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس په دغه ولایت کې  د ۵۰ زره بڼوالو د ملاتړ خبر ورکوي.

د بامیان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رییس ګلاب الدین څرګندوي:«۵۰ زره تر پوښښ لاندې دي چې ان‌شالله د بڼونو د اصلاح او هم د ناروغیو د کنټرول په خاطر، په ټول کې د کرنیزو محصولاتو د لوړوالي په پار په پام کې لرو.»

مڼه، زردالو، انګور او ناک هغه مېوې دي چې په وروستیو کلونو کې په بامیانو کې یې کر زیات شوی دی. یو شمېر بڼ لروکي له حکومته غواړي چې د دوی محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه