Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بلخ کې د سوالګرو راټولولو بهیر پیلېدل

د بلخ سیمه‌ییز مسوولان د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سوالګرو او بې‌وزله کسانو د راټولولو بهیر د پیل خبر ورکوي.

د دوی په وینا، تمه ده د بایومټرېک بهیر بشپړېدو وروسته، له دغو کسانو هر یو ته د میاشتې دوه زره افغانۍ ورکړل شي.

د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي: «که په رښتیا مسکین او بې‌وزله وي، په میاشتني ډول ورته معاش ټاکل کېږي.»

په بلخ کې د سوالګرو د راټولولو کمېسیون رییس فیض‌الله فیضي زیاتوي: «څوک به حرفوي وي او څوک به مستحقین وي، دا تفکیک به ان‌شاء الله په راتلونکې کېږي او کمېسیون د همدې لپاره جوړ شوی دی چې د دې تفکیک وکړي.»

په شمال زون کې د سرې میاشتې ټولنې رییس محمد رضا ناصري وايي: «د کورنۍ هر وګړي لپاره دوه زره افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.»

یو شمېر سوالګر چې راټول شوي د سرپرست حکومت له دې کار څخه خوښ دي او په دوامداره توګه له دوی سره د مرستو غوښتنه کوي.

په مزارشریف کې یو سوالګر غفار وايي: «۱۵ کاله وشول چې ډوډۍ په‌سې سرګردانه یم، که دولت یا نړیوال راته څه راکړي، زه دا کار نه‌کوم.»

یو بل سوالګر شاه ګل زیاتوي: «یو کیلو غوړي نه شو پېرلی، که راسره مرسته وکړي، ډېر زیات خوښ یوو.»

په مزارشیرف کې سوالګر حسین په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «درې کلونه شول چې ناروغ یم، په کوڅې او سرک کې وم، اوس چې له موږ سره مرسته کېږي، ډېر زیات خوښ یوو.»

بل خوا د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي د سوالګرو راټولول د ښاري نظم او امنیت ټینګښت په برخه کې مهم بولي.

د مزارشریف اوسېدونکی محمد هارون وايي: «دا ډېره ښه ده چې راټول شي او معاش ورته وټاکي، هم هغوی ارامېږي او هم په ښار کې ښه نظم جوړېږي.»

د مزارشریف اوسېدونکی نورالله زیاتوي: «ځینې به ډېر زیات شله وو، له دې وروسته به یې ان‌شاء الله ژوند ښه شي.»

د سوالګرو او بې‌وزله کسانو د راټولول بهیر داسې مهال په بلخ ولایت کې پیلېږي چې مخکې له دې دغه بهیر د کابل په ګډون د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې هم پیل شوی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه