Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پیازو د حاصلاتو موسم؛ ننګرهار کې د پیازو بیه ۵۰سلنه کمه شوې

ننګرهار کې د پیازو د حاصلاتو د فصل له را رسېدو سره، بازارونو کې د پیازو بیې تر پنځوس سلنې را ټیټې شوې دي. 

یو شمېر سبزي پلورونکي د خوښۍ په څرګندولو سره وایي، چې وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د پیازو بیې په بېسارې ډول لوړې شوې وې، خو اوس بازارونو ته د ننګرهار د پيازو له راتګ سره بیې ۵۰سلنې راټیټې شوې دي.

سبزي پلورونکی عبدالله وايي:«دوه، دوه نیمې میاشتې مخکې پياز ۶۰۰، ۶۵۰ افغانیو ته رسېدل، اوس یې بیه نیم په نیمه کمه شوې ده له دغو وطني پیازو سره، نو ۳۵۰ افغانیو ته راټیټ شوي دي.»

بل سبزي پلورونکي منير احمد هم وویل:«حکومت دې کوښښ وکړي چې د دې لپاره دې یو نظام جوړ کړي چې دغه پياز وي او یا سبزي وي په کې وساتل شي.»

اخوا یو شمېر کروندګر بيا له اسلامي امارته غواړي چې د واردېدونکو پيازو پر وړاندې تعرفې لوړې او د سړو خونو په جوړېدو سره په هر موسم کې د سبزيجاتو د بيو لوړېدو مخه ونيسي.

کروندګر خپلواک وویل:«له دولت نه مو غوښتنه دا ده، زموږ موسمي پياز چې رسېږي. د تعرفو له لارې نه د ګمرکونو له لارې نه خارجي پیاز دوی کنټرول کړي چې موږ ته رانه شي او داخلي پیازو ته مارکېټ خوشې پاتې شي.»

پانګه‌وال شمس الرحمن څرګندوي:«زموږ د دواګانو ته ضرورت دی له موږ سره دا کومک وکړي. موږ سره که دولت یا موسسې کومک کوي د سړو خونو ډېر زیات ضرورت په افغانستان دی. چې دولت له موږ سره په سړو خونو کې کومک وکړي.»

په همدې حال، د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د سړو خونو له جوړېدو پرته پر کورنيو حاصلاتو بسنه نه شي کېدلی او دوی په دې برخه خپلې هڅې پيل کړې دي.

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو خدماتو امر نعمت الله اکبري وايي:«مخکې یو وخت دلته کوم سټور شروع شوی وو د ۵۰۰۰ ټنو لپاره، خو هغه پن نیمايي کې پاتې دی. موږ وايي په همدغه نیمايي کې چې پاتې دی پرې سرمایه‌ګزاري وشي او بیاورغول شي.»

د معلوماتو له مخې سږکال د ننګرهار په لسو ولسواليو کې پر ۲۲۱۴ هکټاره ځمکه پياز کرل شوي چې زرګونه ټنه حاصلات به ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه