Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې د ګران‌بیه او نیمه ګران‌بیه ډبرو یو ورځنی نندارتون

د بدخشان د صنایعو او کانونو خونې د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د ګران‌بیه او نیمه ګران‌بیه ډبرو یو ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.

د دې خونې مسوولان وایي چې له دې کاره یې موخه لاسي صنایعو او د بدخشان ګران‌بیه او نیمه ګران‌بیه ډبرو ته بازار موندنه ده.

د بدخشان د صنایعو او کانونو خونې رییس هدایت الله حکیمي وايي:«زموږ د دغه محفل له جوړېدو موخه دا وه چې خصوصي سکټور جوړښت له سوداګر او دولت سره  همغږۍ شي چې دلته د ګران‌پیه ډبرو د پلور مرکز جوړ کړو.»

ورته مهال د دغه نندارتون ګډونوال وایي چې د نندارتونونو جوړېدل د دوی د لاسي صنایعو لپاره د بازارموندنې او د سوداګریز کار د ودې په برخه کې ګټور تمامېږي.

سوداګر انوش وویل:«نن چې مو یو شمېر شیان نندارې ته اېښي دي د خپله بدخشان له جوړښتونو څخه دي چې له هغې ډلې ګلدانۍ، د افغانستان نقشې، قاب، غوری، کجکول، د لوښو منځلو لوښی او بدنۍ ده.»

بل سوداګر حجت الله مجددي هم وايي:«سور لعل دی، نیمه سور او بل یې بادنجاني دی چې دلته نندارې ته اښودل شوي دي.»

سوداګر عبدالعلي هم څرګندوي:«توشکې او بالښتونه چې دوی جوړوي موږ نندارې ته راوړي دي د دوی نندارې ته اېښودل موږ ته ښه بازار موندنه کېږي چې خلک یې واخلي.»

د بدخشان د صنایعو او کانونو خونې د اطلاعاتو پر بنسټ، په دې نندارتونو کې ګاڼه، غالۍ، ګران‌بیه او نیمه ګران‌بیه ډبرې لکه لعل او لاجور نندارې ته اېښودل شوي دي.

شریک یي کړئ