Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې د رسنیو د فعالیتونو د څارنې په موخه د یوې کمېټې جوړېدل

په پکتیا ولایت کې د رسنیو ستونزو ته د رسېدو او د چارو د څارنې په موخه یوه کمېټه جوړه شوې ده.

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، په‌دې کمېټه کې د ولایت مقام، اطلاعاتو او کلتور ریاست، استخباراتو، امنیه قومندانۍ او امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست استازي غړیتوب لري.

ثواب جان اسلام‌يار وايي: «له دې کمېټې سره به لا هم د رسنیزو چارو او د مسوولینو چارې غښتلې او پیاوړې شي، ځکه دوی چې کوم خدمات تر سره کوي، دې ته اړتیا پېښېږي چې هغه د پالیسي مطابق وي، دوی به وخت په وخت له پالیسي څخه خبرېږي.»

يو شمېر خبريالان بيا وايي، دغه کمېټه بايد د رسنيو او خبريالانو په چارو کې لاسوهنه او کار یې محدود نه کړي.

دوی له مسوولینو غواړي چې ورته کاري خوندیتوب، معلوماتو ته د لاسرسي په ګډون اسانتیاوې رامنځ‌ته کړي.

په پکتیا کې خبریال عبدالجليل احساس وايي: «غوښتنې مو دا دي چې باید په‌دې کمېټه کې د ازادو رسنیو یو فعال کس ته هم ګډون ورکړي او تر څنګ یې د رسنیو په داخلي موضوعاتو کې لاسوهنه و نه‌کړي.»

خبریال خالد ذهين وايي: «د خبریالانو پر وړاندې هغه ستونزې او مشکلات چې رامنځ‌ته کېږي، هغوی ته باید پر وخت رسېدنه وکړي او حل یې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو پر بنسټ د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو راهيسې پکتيا کې درې راډيوګانو او درې چاپي رسنيو خپل فعاليتونه درولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه