په بادغیس ولایت کې د یوې دیني مدرسې مسوولان وايي، په پام کې لري چې خپلو زدهکوونکو ته د دیني زدهکړو تر څنګ د عصري علومو تدریس هم پیل کړي.
د دې مدرسې د مسوولانو په وينا، په وروستيو کې د بادغيس د عالي دارالعلوم يوه برخه جهادي مدرسې ته ځانګړې شوې او ټاکل شوې پهدې مدرسه کې زدهکوونکو ته ديني او عصري مضمونونه تدريس شي.
د بادغیس جهادي مدرسې رییس ضیاالدین وايي: «پهدې کې عصري علوم هم شته چې هغه عبارت له خطاطۍ، کمپیوټر او انګلیسي څخه دي، دې ټولو ته زمینه برابره شوې ده.»
د دې دیني مدرسې یو شمېر ښوونکي د عصري علومو زدهکړه هم یوه جدي اړتیا بولي او وایي، سرپرست حکومت باید پهدې برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي.
ښوونکی خدایداد وايي: «د شرعیاتو تر څنګ نقیله او عقلیه [عصري] علوم هم شته.»
یو بل ښوونکی محمد شاه وايي: «په ننني عصر چې موږ او تاسو اوسو، لکه څرنګه چې دیني علومو ته پاملرنه کوو، همداسې عصري علومو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړو او هغه هم باید زده کړو.»
ورته مهال زدهکوونکي هم د دیني زدهکړو تر څنګ د عصري علومو له زدهکړو هرکلی کوي.
زدهکوونکی نقیبالله وايي: «عصري علوم هم وايوو، موږ ډېر خوښ یوو.»
په بادغیس کې د دې مدرسې مسوولان دیني او عصري زدهکړې د ټولنې د پرمختګ لپاره اړتیا او مهمې ګڼي.
په دې اړه مو اندونه