د جوزجان د والي مرستیال په دغه ولایت کې له ځوانانو سره په ناسته کې، په امو سیندیزه حوزه کې له چینایانو سره د ځينو پروژو له تړونونو خبر ورکوي.
د هغه په خبره، د امو سیندیزې حوزې د قشقري بلاک پروژې د چارو په پیلېدو سره، ډېری هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د جوزجان د والي مرستیال ګل محمد سلیم وايي:«ډېر ژر زموږ ډېر ځوانان او انجنیران به د قشقري صاحب په پروژه کې په کار شي.»
د ښاغلي سلیم په وینا، د امو سیندیزې حوزې په دغو تړونونو کې په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د تېلو استخراج شامل دی.
په همدې حال، د جوزجان ځينې ځوانان وزګاري او بېوزلي تر ټولو جدي ستونزه ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې د ورته پروژوه په پلي کولو سره، هېواد کې د وزګارۍ او بېوزلۍ کچه را ټیټه کړي.
د جوزجان اوسېدونکی عصمت الله نوري څرګنده کړه:«موږ له دولته غواړو چې هڅه وکړي چې کارونه او دندې او کاري زمینې برابرې کړي او خلک په کار کړي.»
د جوزجان بل اوسېدونکی حبیب شریف هم وايي:«نن ډېر کسان دي چې سند لري، له لېسانس نیولې تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې؛ خو کاري زمینه ورته برابره نه ده.»
د جوزجان والي داسې مهال د اموز سیندیزې حوزې په شاوخوا کې د پروژو له پلي کولو خبر ورکوي، چې دا اوس مهال د قوش تېپې کانال چارې دوام لري او د مسوولانو په خبره د دغه کانال د لومړي فاز ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه