Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندوز د کرنې ریاست: سږ کال به ۱۲ زره ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي

د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د روان کال په لړ کې به د شمال ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې ۱۲ زره ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه تولید شي.

د دوی په خبره، دا اصلاح شوي تخمونه د طبیعي افاتو پر وړاندې ښه مقاومت لري او له تاییدۍ وروسته به د کروندګرو په واک کې ورکړل شي.

د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس امان الله حسن وايي: «په کندوز او شمالي ولایتونو کې د ټول افغانستان پنځوس سلنه غنم تولیدېږي چې دا ډېره غټه لاسته‌راوړنه ده.»

د کندوز د کرنې ریاست د اصلاح شویو تخمونو امر احمد شاه عزمان زیاتوي: «په پلان کې ده چې له دې نه څه باندې ۱۲ زره مټرک ټنه غنم تولید شي چې دا غنم به د بزګرانو په حاصلاتو کې د پام وړ بدلون راوړي، ځکه دا اصلاح شوي تخمونه دي، دا د افتونو او ناروغیو پر وړاندې کلک دي.»

په همدې حال کې یو شمېر کروندګر د کرنې ریاست له دغه ګام هرکلی کوي او په خبره یې، وروستیو وچکالیو سخت زیانمن کړي او له سرپرست حکومته د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي.

کروندګر محمد فهیم وايي: «په کندوز کې اوبه ډېرې کمې دي، دولت باید د اوبو په برابرولو کې مرسته وکړي.»

کروندګر نوراغا وايي: «تخمونه باید ورکړي چې بزګران له دې نه ګټه پورته کړي.»

یو بل کروندګر محب‌الله زیاتوي: «له بزګر سره مرسته وکړي، موږ سږ کال یوه خریطه تور کوډ په پنځه زره افغانۍ اخیستی دی او یوه خریطه سپین کوډ مو په ۳۵۰۰ افغانۍ اخیستی دی، دا خپل لګښت نه پوره کوي.»

کندوز د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه بوخت دي، خو وروستیو کلونو کې وچکالۍ د دوی کروندې سختې زیانمنې او د اوبو کمښت یې پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه