د هلمند مرکز لښکرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.
د دوی په وینا، په ناقانونه او غیر معیاري ډول د سېپټیک څاهګانو کېندنو د څښاک څاهګانو اوبه خرابې کړې دي.
محبالله چې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکی دی او تازه د پښتورګو پر ناروغۍ اخته شوی، وایي، تر تشخیص وروسته یې د ناروغۍ اصلي لامل، له ناپاکو اوبو ګټه اخیستل بلل شوي دي.
هغه پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «زه ناروغ وم، له بغلونو څخه په عذاب وم، دلته ډاکټر صاحب ته راغلم، هغه راته وویل چې زه د پښتورګو ناروغۍ لرم او چرک پهکې دی او راته له ناپاکو اوبو څخه پېښ شوي.»
روغتیاپالان هم د دا ډول ناروغیو لامل له ناپاکو اوبو ګټه اخیسیل یادوی.
په هلمند کې یو ډاکټر میرزاخان وايي: «د پښتورګو ستونزه او چرک یې درلوده، د غه ستونزه ورته له ناپاکو اوبو څخه راپیدا شوې وه.»
بلخوا د لښکرګاه ښار یو شمېر نور اوسیدونکي بیا په ناقانونه او غیر معیاري ډول د سېپټیک څاهګانو له کیندلو شکایت کوي او په خبره یې، د دغو څاګانو له امله د ژورو څاګانو اوبه خرابې شوي او دوی اړ دي د اړیتا وړ اوبه له بازاره وپېري.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکی محبالله څپاند وايي: «له خلکو مو دا غوښتنه ده چې کله د کنارابونو څاهګانې جوړوي، یو دې له برمې څخه لرې جوړه کړي او بل دې لاندې او باندې ټوله سیمنټ کړي.»
د لښکرګاه ښار اوسېدونکی عزیزالله زیاتوي: «دغه برمې له دې څاهګانو څخه چټلې اوبه راکشوي او بالاخره د ناروغۍ سبب ګرځي.»
په همدې حال کې د هلمند سیمهییز مسوولان هم د ښاریانو دا ستونزه مني او په خبره یې هڅه کوي چې پهدې برخه کې خلکو ته د عامي پوهاوي زمینه برابره کړي.
د هلمند د عامې روغتیا رییس سید احمد سعید وايي: «زموږ د عامه پوهاوي هڅه دا ده چې څاهګانې باید پټې شي، باید له لاندې خوا اوبه جذب نهشي او د سر له خوا هم باید څاهګانې پټې شي او مکروبونه باید د سر له لارې څاهګانو ته لاړ نهشي.»
د هلمند د سیندیزې حوزې ریاست د اوبو سرچینو امر دلاور وايي: «لښکرګاه د ښار ځمکه جغل لرونکې ده، لکه څرنګه چې موږ پوهېږو، په کومو سیمو کې چې جغل وي، هغه اوبه ډېر ژر تیتېږي او کله چې اوبه سیپټیک څاه ته ځي، هغه لاندې جذبېږي.»
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي داسې مهال د څښاک پاکو اوبو له نهشتوالي شکایت کوي چې د دې ولایت په ډېرو ولسوالیو کې کروندګر بیا د وچکالۍ له سخت بحران سره مخ دي او د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره اوبه نهلري.
په دې اړه مو اندونه