د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې ډېر ژر به هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې چارې پېل شي.
د دغه وزارت د سرپرست په وینا چې پر دغې پروژې یو ترکي شرکت پانګونه کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وايي:«څو ورځې مخکې مو له یوه شرکت سره د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا تړون لاسلیک کړ او په پکتیا کې هم د ۷۳ میګاواټه برېښنا تړون هم لرو.»
هرات کې د بادي برېښنا د تولید پروژه د دغه ولایت د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوې ده. د هراتیانو په وینا، د اوړي او ژمي په موسمونو کې د برېښنا کمښت له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هرات اوسېدونکي احمد وویل:«د هرات ولایت ډېر باد لري له دولته زموږ غوښتنه د اده چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او دغه برېښنا خلکو ته ورسېږي او موږ له هغې استفاده وکړای شو.»
د هرات بل اوسېدونکی نور محمد هم څرګندوي:«په ژمي کې خو موږ هېڅ برېښنا نهلرو کهچېرې دوه ساعته ولرو ۵ ساعته نور یې نهلرو. کهچېرې د برېښنا دغه بادي پروژه اجرا شي د خلکو په ګټه ده.»
د هرات سیمهییز مسوولان وایي، چې دغه ولایت کې د بادي برېښنا پروژې د چارو پېلېدو ته یې پوره تیاری نیولی دی.
د دوی په خبره، د دې پروژې د چارو په پېلېدو سره به، سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس په دې هکله وویل:«د دغه تړون پر بنسټ ټاکل شوې، ۷۷ ترکي شرکت د تخنیکي مطالعاتو له بشپړېدو وروسته د ۲۰۰ میګاواټه برېښتا د تولید پروژه له یوه کال وروسته پيل کړي.»
دا مهال د هرات برېښنا له ایران او ترکمنستان هېوادونو را ورادېږي. د سلما بند برېښنا هم د کال په جریان کې د هرات برېښنا په شبکه کې زیاتېږي.
هر کال د اوړي او ژمي په موسمونو کې د تخینکي ستونزو له امله د دغو هېوادونو وارداتي برېښنا پرې کېږي او همداراز په اوړي او ژمي له برېښنا څخه د زیاتې استفادې له امله هم وارداتي برېښنا پرچاوېږي.
په دې اړه مو اندونه