Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له بد اقتصادي وضعیته د لیلامي پلورونکو ښځو شکایت

په کندوز ښار کې ځينې هغه ښځې چې لیلامي توکي پلوري، له بد اقتصادي وضعیته شکایت لري.

 دغه مېرمنې وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله د کندز په واټونو زړې جامې پلوري خو له دې لارې ښه عایدات نه ترلاسه کوي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې دوی ته د کسبي کارونو زمینه برابره کړي.

کندوز کې د لیلامي توکو پلورونکې مرینا وايي:«که‌چېرې د کار یا خیاطۍ کار‌ځای جوړ کړي موږ ډېرې خوشحاله کېږو، ولې نه شو له دې ځایه چې موږ کار کوو خیاطي ښه ده یو معاش خو ورکوي.»

کندوز کې د لیلامي توکو بله پلورونکې نازیه هم څرګندوي:«زموږ له کارو باره هېڅ هم نه کېږي، دلته راځو او تر شپې کېنوو، څه نه شو پيدا کولای، زموږ د کارو بار وضعیت خراب دی. همدومره غواړو چې زموږ د کارو بار وضعیت ښه شي او موږ ته یو څه پيدا شي.»

کندوز کې د لیلامي توکو پلورونکې خاصیت ماه وايي:«په کرایي کور کې کېنوو یو، درویشت کاله کېږي چې کونډه یم، ناروغه یم، درملنه مې نه کېږي، عملیاتي زوی لرم هغه کار نه شي کولای دا زما ستونزې دي.»

ورته مهال د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي چې د یوه ځانګړي کمېسیون د څېړنو وروسته به له مستحقو مېرمنو سره مرسته وشي.

د کندز د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الله روحاني څرګندوي:«زموږ په ولایت کې بې‌وزلي کسان که هغه ښځې وي او که ماشومان، د هغوی څېړنه کېږي او مستحق کسان به ثبت شي. له هغې وروسته له دوی سره مرسته وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، په ځينو بنسټونو کې د ښځو پر کار د محدودیت وروسته، په هېواد کې زیات شمېر ښځې وزګاره او د مرستې رسولو بهیر هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه