Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوست په میخانیکي انسټېټیوټ کې د پرمختللو تخنیکي امکاناتو پر نشتوالي نیوکه

د خوست د میخانیکي انسټېټیوټ زده‌‌کړیالان وايي چې په دغه انسټېټيوټ کې لاهم د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ د وخت له تخنیکي اوزارو یا وسایلو کار اخیستل کېږي.

دغه زده‌کړیالان له چارواکو غواړي چې دوی ته پرمختللي ماشینونه په واک کې ورکړل شي.

د دوی په وینا یاد ماشینونه اوس‌مهال د ګټې اخیستنې وړ نه دي او له فراغت وروسته نه‌شي کولای چې په ورکشاپونو کې دندې ومومي.

له دې سره جوخت دغو محصلینو یو روباټ هم جوړ کړی چې د امکاناتو د نشتوالي له امله یې چارې نیمګړې پاتې دي.

زده‌کړیال شاکرالله وايي:«موږ هغو وسایلو ته اړتیا لرو چې په ننني وخت کې ترې کار اخیستل کېږي او باید موږ ته برابر کړل شي.»

بل زده‌کړیال عبدالله څرګند هم وویل:«موږ یو روباټ جوړ کړی چې کار یې نیمګړی پاتې دی، له دولت او سوداګرو دا غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

ورته مهال مسوولان هم شته ستونزې مني او په خبره یې اسلامي امارت ژمن دی چې د مسلکي زده کړو دا ډول ټولې ښوونیزې ادارې په پرمختللو وسایلو سمبال کړي.

د خوست میخانیکي انسټېټیوټ امر سیف الرحمن مظلوم وايي:«هغه ماشینونه چې موږ یې لرو ډېر پخواني دي، موږ له دولته دا غوښتنه لرو چې موږ ته نوې ټکنالوژي او د ورکشاپونو لپاره وسایل راکړي.»

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیراحمد عثماني هم څرګندوي:«د خوست د میخانیکي انسټېټیوټ د وسایلو لپاره پیاوړی پروګرام لرو. الله (ج) دې دا ورځ راولي چې دغه انسټېټيوټ او په خوست او نورو ولایتونو کې د دغه انسټېټیوټ په څېر، نور انسټېټیوټونه له نویو وسایلو غني وي.»

د خوست میخانیکي انسټېټیوټ په ۱۳۳۶ هجري لمریز کال کې تاسیس شوی او دا مهال په شپږو بېلابېلو برخو کې نږدې ۱۱۰۰ زده‌کړیالان په‌کې په زده کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه