Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورالدین عزیزي: په هېواد کې پنځه زره رسمي شرکتونه د ښځو له لوري اداره کېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هلمند ته په سفر کې ویلي، اوس‌مهال په هېواد کې په غیر رسمی توګه د پنځوس زرو شرکتونو چارې د ښځو له لوري پر مخ وړل کېږي چې له دې منځه پنځه زره یې رسمي دي.

د هغه په وینا، په هېواد کې د ښځینه سوداګرو د فعالیت پر وړاندې هېڅ خنډ نه‌شته او ښځینه سوداګرې کولای شي له محرم له سره په نندارتونونو کې ګډون یا نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

د هغه په وینا، په هیواد کې د ښځینه سوداګرو د فعالیت پر وړاندې هیڅ خنډ نشته او ښځینه سوداګرې کولای شي د محرم په شتون کې په نندارتونونو کې ګډون یا نورو هیوادونو ته سفر وکړي.

د صنعت و سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي: «کوم تجارت چې ښځینه کارکوونکې کوي، هغوی ته زموږ له لوري هېڅ ستونزه نه‌شته؛ بلکې هغوی ته د کاروبار، روزګار او صادراتو زمینې برابرې دي.»

ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست وایي، هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره د ټرانزیټ په مهمه لار بدل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي: «روسیه به جنوبي اسیا ته د پنځوس مېلیونه ټنو په شاوخوا کې ټرانزیټ ولري، موږ د دې ټرانزیټ ملاتړ کوو، افغانستان اوس په سیمه کې د ټرانزیټ لپاره یو ښه امن لار ده او په‌دې برخه کې هڅې هم روانې دي.»

یو شمیر سوداګر بیا وایي، که اسانتیاوې ورته برابرې شي، په کور د ننه به پانګونې ته زړه ښه کړي.

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس غلام یحیی پښتون وايي: «د خصوصي سکټور او اسلامي امارت او ډېری دولتي ارګانو له‌خو څخه به له هرې فابریکې څخه لېدنه کېږي او د هغوی د موادو له پروسس څخه به لېدنه کېږي او دا ټولې ستونزې حلېږي.»

پانګه وال روح الله بارک وايي: «له افغانستان څخه چې کوم بهرني سوداګر تللي دي، دوی په ایران، پاکستان او نورو دولتونو کې دوی خپل کارونه کوي، هغوی هم له موږ سره ژمنه کړې چې که چېرې ملي پارک پرانیستل شي، موږ هم په هغه کې پانګونه کوو.»

متشبثه پري صدیقي زیاتوي: «ښځو ته چې د کار زمینه برابره وه، اوس‌مهال کمه شوې ده، خو اوس موږ هم له کمو کارونو سره پنځلسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په وینا، په نږدې راتلونکې کې د ښځينه‌ سوداګرو یوه ډله به روسیه کې جوړېدونکي نندارتون کې ګډون وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه