Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

میدان وردګو کې د شاتو تولید ډېرېدل؛ خو مچۍ لرونکي له پیکه بازاره شکایت لري

د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان په‌دې ولایت کې د شاتو د حاصلاتو د ۶۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.

د دوی په وینا، تېر کال په‌دې ولایت کې د شاتو ۲۶ سلنه حاصلات راټول شوي وو، خو سږ کال دغه حاصلات ۸۴ ټنو ته لوړ شوي دي.

د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني چارو امر محمدالله وايي: «سږ کال د شاتو حاصلات شپېته سلنه زیات شوي دي او تېر کال د ولایت په کچه باندې ۲۶ ټنه حاصلات وو.»

ورته مهال، د شاتو یو شمېر مچۍ لرونکي د خپلو حاصلاتو له زیاتېدو خوښ دي، خو د بازار له پیکه کېدو شکایت کوي.

دوی وایي، ان نه‌شي کولای خپل لګښتونه پوره کړي او له سرپرست حکومته د بازارموندنې په برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.

د مچيو روزنکی ګل محمد وايي: «درې تر څلور سوو پورې موږ بوره اخلو، بوره پر موږ یو پر دوه حسابېږي، بېرته خپل مصرف راته نه پوره کوي.»

د مچيو یو بل روزنکی محب‌الله زیاتوي: «اسلامي امارت دې ورته پاملرنه وکړي، ځکه چې دا د افغانستان یو غټ تجارت دی. که پر دې باندې افغانستان پرمختګ کوي، باید شاتو ته پاملرنه وشي او په سم ډول هټۍ‌والو ته ووېشل شي.»

خو د میدان وردګو والي بیا د شاتو مچیو فارم لرونکو ستونزو ته د رسېدو او د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې د هلو ځلو ډاډ ورکوي.

د ميدان وردګو والي بختيار معاذ زیاتوي: «هڅه کوو چې د شاتو په برخه کې تولیدات ډېر شي او د دوی لپاره بازارموندنه وکړو.»

د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال په دې ولایت کې د شاتو مچیو ۱۳۶ فارمونه فعالیت کوي چې ۵۵۰ کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه