Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پروان ولایت کې د سیمه‌‌ییزو خوړو نندارتون

پروان ولایت کې له بېلابېلو خوړو سره د اشنايۍ په موخه تېره ورځ د سیمه‌ییزو خوړو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

د دغه نندارتون جوړونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د پروان ولایت سیمه‌‌ییزو خوړو ته د ګرځندیانو او د هېوادوالو د لاسرسي په موخه، هغوی ته یو مناسب ځای جوړ کړي.

د نږدې ۴۰ ډوله سیمه‌ییز خوړو په منځ کې چې نندارې ته اېښودل شوي، د چاریکار ښوروا او غوربندي شوله خورا زیات شهرت لري. 

پروان کې د نندارتون جوړونکی نورآغا وویل:«غوربندي شوله ده، چاریکاري ښوروا ده، نور دغه ځوانان دې زحمت وباسي او نور نوښتونه دې هم وکړي.»

د دغه نندارتون بل جوړونکی رقیب اکبري هم څرګندوي:«داسې یو کار وکړو چې د خپلو سیمه‌ییزو خوړو د ودې په پار، یو مشخص ځای په پام کې ونیسو»

ځينې فرهنګیان هم له سرپرست حکومته غواړي چې د سیمه‌ییزو خوړو د ملاتړ سربېره، سیلانیانو او هېوادوالو ته مشخص ځایونه جوړ کړي چې وکولای شي دغو خوړو ته لاسرسی ولري.

پروان کې فرهنګي فعال پرویز امین‌زاده د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«باید یو دایمي نندارتون وي یا هم نوم یې دایمي مرکز کېږدو یا هم دایمي رسټورانټ چې په هغه کې د خلکو سیمه‌ییز خواړه موجود وي او ګرځندیانو ته یې د معرفۍ زمینه برابره شي.»

پروان کې د هټۍوالو استازی امام الدین څرګنده کړه:«له محترمې ښاروالۍ څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د سیمه‌ییزو خوړو لپاره یو ځای مشخص کړي.»

ورته مهال، د پروان سیمه‌ییز چارواکي د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د هلو ځلو خبر ورکوي.

د پروان د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الرحمان صدیقي وايي:«موږ هڅه وکړه چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان په مطابق په ټولو دولتي بنسټونو کې له کورنیو تولیداتو  استفاده وکړو.»

د پروان د صنعت او سوداګرۍ رییس راز محمد یاسر هم وویل:«موږ د نندارتونونو لپاره پلان لرو چې په راتلوونکو کلونو کې د کسب‌ګرو د صنعت او د بېلابېلو برخو د ودې لپاره نندارتونونه جوړو کړو.»

سیمه‌ییز او دودیز خواړه د افغانستان د خلکو د دود یوه برخه ده او هر ولایت ځان ته سیمه‌ییز او ځانګړي خواړه لري چې ډېری په مناسبتي ورځو کې او د مېلمه پالنې لپاره چمتو کېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه