د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولایت د مرکز ښرنې په ګډون په ټولو ولسوالیو کې راکړه-ورکړه پر پاکستانۍ کلدارو کېږي چې له امله یې دوی سخت زیانمن شوي دي.
د دې ولایت اوسېدونکي په تېره هټۍوال له سیمهییزو مسوولانو غواړي چې د کلدارو راکړه-ورکړه د کارونې مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په پکتیکا کې د افغانۍ بانکنوټونو د کارونې هڅې شوې دي، خو لا هم د مرکز ښرنې په ګډون، په نږدې ټولو ولسوالیو کې پاکستانۍ کلداره کارول کېږي.
په پکتیکا کې یو هټۍوال عنایت وايي: «افغانۍ زموږ خپله پیسه ده، باید رایج شي، حکومت ته دا پکار ده چې خلکو ته پیسې ورسوي، ځکه بانکنوټونه ډېر زاړه شوي دي. په کلدارو کې ډېر تاوان دی.»
یو بل هټۍوال دل اغا وايي: «زموږ هټۍوال په دې کې هم تېروتنه کوي چې کلدارې اخلي او په مقابل کې یې افغانۍ ورکوي.»
ورته مهال د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي هم په بازارونو کې د راکړې ورکړې پر مهال د افغانۍ بانکنوټونو پر ترویج ټینګار کوي.
د ښرنې اوسېدونکی شمسالله وايي: «څو ځله یې دلته اعلان وکړ چې کلدارې بندې دي، افغانۍ پیل شي، خو بېرته راکړه-ورکړه په کلدارو باندې کېږي.»
د ښرنې اوسېدونکی یار محمد عارفي وايي: «پهدې برخه کې باید پر عامه پوهاوې ډېر ټینګار وشي، څو خلک دې ته وهڅول شي چې افغانۍ وکاروي.»
د پکتیکا والي بیا وایي، تازه یې یو ځل بیا د افغانیو د ترویج او د پاکستانۍ کلدارې د بندېدو جدي هلې ځلې پیل کړې دي.
د پکتيکا والي فيضالله جمال زیاتوي: «افغانۍ زموږ خپل هویت دی او د خپل هویت د ترویج لپاره موږ دا کار کوو، د دې لپاره پلاوی ټاکل شوی او هغوی به طرحه جوړه کړي او د طرحې له جوړېدو نه وروسته به زموږ عملي کار په مرکز او ولسوالیو کې پیل شي.»
پکتيکا د هېواد په ختيځ کې له پاکستان سره فرضي کرښې ته څېرمه پروت ولايت دی چې څو ځلې پهکې د لنډ مهال لپاره پر پاکستانۍ کلدارو راکړه-ورکړه بنده شوې ده.
په دې اړه مو اندونه