په داسې حال کې چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د تېر یوه کال په لړ کې څه باندې ۷۰۰ زره ټنه تازه مېوې او سبزۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوې دي؛ خو د هرات بزګر او صادرونکي وايي چې له دغه ولایته د مېوې صادرات درول شوي دي.
د دوی په وینا، په هرات کې د سړوخونو د نشتوالي له امله د مېوو او سبزیو یوه برخه لهمنځه تللې، بزګرو او بڼوالو ته زیان اوښتی دی.
د هرات د تازه مېوو د صادرونکو د ټولګي استازی احمد شاه حق دوست وویل:«واړه مارکېټونه لرو، مارکېتونه پخواني دي چې هلته په ډېرو ستونزو سره مېوه پلورل کېږي. کهچېرې نړۍوال مارکېټ او معیاري سړې خونې جوړې شي، پروسس او بسته بندي شي، له هغې وروسته بیا د دې امکان پيدا کېږي چې خپلو ګاونډیو هېوادونو ته یې صادر کړو.»
د تازه مېوې د صادرونکي شرکت مسوول عزیز احمد محمدي هم وايي:«د صادراتو په برخه کې موږ د پروسس او بسته بندۍ لپاره یو ځای او چاپېریال نهلرو، یو معیاري مارکېټ نهلرو.»
د تازه مېوې صادروونکي شرکت مسوول محمد ابراهیم رسولي څرګندوي:«مېوه ډېر ژر خرابېږي او د نورو کارونو سربېره د مېوې سوداګرۍ چې بهر ته صادرات کوي، په خپله باید د خپل جنس پر سر ولاړ وي، د هغه کیفیت، ډول او کیمیت وویني او وپلوري.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست هرات کې د تازه مېوې او سبزۍ له صادرونکو سره ګډه ناسته کې، د تازه مېوې او سبزۍ د صادراتو له زیاتوالي خبر ورکوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، وروستي یوه کال کې له هېواده د تازه مېوې او سبزۍ صادرات سل سلنه زیات شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«په دوو کلونو کې موږ کابو سل په سلو کې د صادراتو زیاتوالی لرلی. تېر کال موږ کابو ۷۰۰ زره ټنو مېوو او سبزیو صادرات لرل، سږکال غواړو چې د مېوو او سبزیو دغه صادرات یو مېلیون ټنو ته ورسېږي.»
له دې سره هممهاله د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د هېواد تازه مېوه او سبزي د ګاونډیو هېوادونو له بندرونو په تېرېدو سعودي عربستان، سنګاپور او متحده عربي امارتو ته صادرېږي.
د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال سعید صدیقي وویل:«موږ وکړای شو چې د هرات انګور او انځیر ډېریو دغو هېوادونو ته د کارګو له لارې صادر کړو او د ځمکې له لارې هم د ایران اسلامي جمهوريت له لارې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او چارواکو همغږي لرلې ده.»
هرات د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې هر کال یې له ځمکو سلګونه ټنه تازه مېوه او سبزي را ټولېږي؛ خو د کروندګرو په وینا، د سړو خونو او بهر ته د منظمو صادراتو نشتون له امله یې ځینې توکي له منځه ځي.
په دې اړه مو اندونه