Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د وارداتي برېښنا د یوه نوي سب‌سټېشن د جوړولو د چارو پېل

د هرات د برېښنا ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د برېښنا د پياوړتیا لپاره په دغه ولایت کې د څه باندې ۳٫۵ مېلیون ډالرو په ارزښت د یوه نوي سب‌سټېشن د جوړولو چارې پېل شوې دي.

دا سب سټېشن به د هرات په شمال کې د یوه بل سب سټېشن تر څنګ تر راتلونکو شپږو میاشتو جوړ او په مرسته به یې له ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا له ۱۱۰ ولټو ۲۲۰ ولټو ته لوړه کړي.

د هرات برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال دلاور مرادي وايي:«له ترکمنستانه هرات ته د برېښنا فشار به له ۱۲۰ولټو څخه ۲۲۰ ولټو ته زیاتوالی پیدا کړي. اغېزمنتیا یې دا ده چې په سب‌سټېشن کې د ترکمنستان شته ټرانسفارمر له مدار سره نښلول کېږي. ۱۲۵ مېګاولټ امیره کولای شي چې له ترکمنستانه له لوړ کیفیت سره کابو ۱۱۰ مېګاواټه برېښنا حذب کړو او پر خلکو یې ووېشو.»

دا ترانسفرمر چې د ۱۲۵ مېګاواټه برېښنا ظرفیت لري، د ترکمنستان هېواد له لوري افغانستان سره مرسته شوې ده.

د ترکمنستان مسوولین وایي، چې له دغه هېواده هرات ولایت ته د یوه نوي مزي د غځولو چارې هم پېل شوې دي.

د ترکمنستان د انرژۍ وزارت استازی یونس بلیمن وايي:«د نوي مزي د غځولو چارې د تورغونډۍ تر پولې بشپړې شوې دي. د هرات برېښنا ریاست له تورغونډۍ تر هرات ښاره د پایو او مزي غځولو چارې پېل کړې دي. د برېښنا دا نوی مزی به د هرات په شمال کې له جهاد سب‌سټېشن سره ونښلول شي او له دې لارې به د هرات په برېښنا کې ونډه واخلي.»

په ګرمۍ او یخنۍ کې د برېښنا کمښت له امله هراتیان له ګڼو ستونزو سره مخ وي. له ګاونډیو هېوادونو اوسنۍ وارداتي برېښنا نه‌شي کولی د هرات د اوسېدونکو اړتیاوې پوره کړي.

د هرات اوسېدونکی فرید احمد وايي:«هوا ګرمه ده او دا چې ټول وسایل لکه کولر او یخچال برېښنايي دي، په دې وروستیو کې د برېښنا کموالي زیاتوالی موندلی.»

د هرات بل اوسېدونکی نذیر احمد هم څرګندوي:«په ګرمۍ او یخنۍ کې د برېښنا پرېکېدل او پرچاوۍ د برېښنايي وسایلو د سوځېدو لامل شوي دي چې خلکو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي.»

د هرات او ته‌څېرمه ولایتونو برېښنا له ګاونډیو ایران او ترکمنستان هېوادونو واردېږي. دا مهال له دغو دواړو هېوادونو ۱۶۰ مېګاواټه برېښنا واردېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه