د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې تراوسه په دغې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره هېڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی.
دوی زیاتوي چې په دغې ولسوالۍ کې نجونې تراوسه له زدهکړو بېبرخې دي او له ناڅرګند برخلیک او یوه ناروښانه راتلوونکي سره مخ دي.
غورماچ؛ چې د بادغیس یوه له لېرې پرتو ولسوالیو ده، اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د بادغیس اوسېدونکی غوث الدین طلوعنیوز ته وايي:«په غورماچ کې په تېرو شلو کلونو کې د نجونو ښوونځي شتون نهدرلود. نه جوړ شوی او نه هم افتتاح شوی دی او نه یې نښې موجودې دي چې څرګنده کړي په دغې سیمه کې موږ ښوونځی فعال کړی دی.»
د بادغیس اوسېدونکی محمد زمان هم څرګندوي:«موږ غواړو چې دغه ځای ته ډېره پاملرنه وشي. د روغتیا په برخه کې دې دلته دفترونه کار وکړي، په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې؛ ځکه په نورو ولسوالیو او سیمو کې چې نجونې ته تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي شتون لري، په غورماچ کې دې هم فعال شي.»
د بادغیس بل اوسېدونکي حسیب الله هم وویل:«د دې لپاره چې ښځینه او نرینه زدهکړې وکړي، باید په هر ولایت او هرې ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ښوونځي جوړ شي.»
د پوهنتون ځينې استادان هم له زدهکړو د نجونو محروم پاتې کېدل د ټولنې په زیان بولي.
د پوهنتون استاد فهیم انتظار وايي:«په لېرې پرتو سیمو کې د نجونو د ښوونځیو نشتوالی، د پوهنې پر خپرېدو، د ټولنې پر پراختیا، د هېواد د اړتیا وړ متخصص انساني ځواک پر تامین، منفي اغېزې کوي.»
د بادغیس د پوهنې رییس هم مني چې غورماچ ولسوالۍ کې د نجونو هېڅ ښوونځی نشته، خو زیاتوي چې دغه ولایت په ځانګړي ډول غورماچ ولسوالۍ کې یې د ښوونځي د جوړولو وړاندیز د پوهنې وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړی دی.
د بادغیس د پوهنې رییس محب الله احسان وویل:«تېر کال مو هم د ښوونځیو وړاندیز وکړ، چې د هغوی ځينې منظور شول، په ولایت کې دوه یا درې دانې منظور شول. د غورماچ ولسوالۍ هم وړاندیز کړی؛ خو له بده مرغه سږکال په ټول افغانستان کې د ځينو ښوونځيو منظوري رانهغله او ځندول شوي دي.»
د بادغیس د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال دغه ولایت کې ۱۷۳ زره او ۲۰۹ زدهکوونکي چې ۳۸ زره یې نجونې دي، په ۵۰۸ ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه