نیمروز کې ځینې لیکوالان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د لیکوالانو د ستاینغونډې په مراسمو کې وايي چې سلونه ادبي او عملي اثار یې چاپ ته چمتو دي؛ خو دوی یې د چاپ لګښت نهلري.
دغه لیکوالان له حکومته غواړي چې له هغوی مالي او معنوي ملاتړ وکړي.
تېره ورځ (جمعه د وږي په ۱۷مه) د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د لیکوالانو د ستاینې په موخه غونډه جوړه شوې وه.
لیکوال شعیب حیات طلوعنیوز ته وايي:«په نیمروز ولایت کې ډېر لیکوالان شتون لري چې بالقوه استعداد لري او د هغوی استعداد کله چې پر بالفعل تبدیلېږي چې د هغوی ستونزې حل شي زه په خپله درې تر څلورو کتابونه لرم چې چاپ شوي نهدي.»
بل لیکوال عبدالکریم اکرمي هم په دې هکله زیاتوي:«پر لیکوالانو او هغو کسانو چې غواړي کتاب چاپ کړي پرې ډېر لګښت راځي، زه د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه هیله من یم چې د دغه ولایت استعدادونه وپېژني او له لیکوالانو سره د هغوی د اثارو په چاپ کې همکاري وکړي.»
ورته مهال، یو شمېر فرهنګپالان په دې باور دي چې د لیکوالۍ د ودې او د ټولنې د پوهاوي لپاره اړتیا ده چې په هېواد کې له ادبي او فرهنګي فعالیتونو ملاتړ وشي.
فرهنګپال امان الله عاطف څرګندوي:«د وضعیت او وخت پر مطابق هر هغه څه چې وینئ باید له سانسور پرته ولیکئ تر هغې چې حقیقت ونهلیکل شي ټولنه نه روښانه کېږي.»
فرهنګپال بسم الله اکرمي هم وویل:«زموږ لیکوالان ملاتړ ته اړتیا لري، حکومت باید له لیکوالانو ملاتړ وکړي هغوی ځینې ستونزې هم لري، کله چې یو لیکوال غواړي کتاب چاپ کړي، زموږ ډېری لیکوالان مالي وس نهلري چې خپل کتاب چاپ کړي.»
د نیمروز سیمهییز مسوولان هم د دغو مراسمو د ترسره کېدو موخه، په یاد ولایت کې د لیکوالانو او فرهنګپالانو ملاتړ بولي او ډاډ ورکوي چې د لیکوالانو اقتصادي ستونز ته به رسېدنه وشي.
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب الله الهام څرګندوي:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه او همدا ډول د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل هڅه کړې او هڅه کوي چې له لیکوالانو په بشپړه اندازه ملاتړ وکړي.»
د لیکوالانو او فرهنګپالانو په خبره، نیمروز د هېواد له هغو ولایتونو دی چې په وروستیو کلونو کې په کې په کلتوري برخه په ځانګړې توګه د لیکوالۍ د ودې په برخه کې لږ کار شوی دی.