د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست، په بدخشان کې په پوې ولسي غونډه کې ویلي چې د تېر حکومت په تحصیلي بنسټونو کې خیالي زدهکړیالان موجود وو او د ځينو حکومتي چارواکو بچیان په ټولګي کې له حضور پرته تحصیلي اسناد ترلاسه کول.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل:«په پوهنتونونو کې ډېری زدهکړیالان همدا شان وو حاضري یې دلته لاسلیک کوله او دوی به په لندن او امریکا کې وو، په دوبۍ او نورو ځایو کې به وو، د بچیانو نوملیکنه به یې مشرانو کوله، د طب، زراعت یا اقتصاد په پوهنځيو کې د د زدهکړیال په توګه په کال کې یو یا دوه ځل حاضرېده، څلور کاله به چې تېر شول اول نمره او د انجنیر او ډاکټر په نوم به فارغ شول.»
د لوړو زدهکړو سرپرست همداراز زیاتوي، چې پخوا د پوهنتون، ښوونځي او مدرسې تر منځ واټن و، خو اوس دا واټن لهمنځه تللی دی.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاتوي:«د پوهنتون او مدرسې، د پوهنتون استاد او د مدرسې د استاد ترمنځ یوه کرکه وه، د دې لپاره هرکله چې ښکېلاکګر راغلي، پوهنتون، مدرسه او ښوونځی یې ښکېلاک کړی او د هغوی پر فکرونو یې کار کړی دی.»
په همدې حال، د بدخشان اوسېدونکو په دې ناسته کې له سرپرست حکومته د پوهنتونونو او ښوونځیو د استادانو د معاشونو د زیاتوالي او همداراز د دغه ولایت په پوهنتون کې د طب او ګرځندوی پوهنځیو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د بدخشان د علماوو شورا رییس عبدالمومن حازم په دې هکله وویل:«د ښوونځیو ښوونکو او د پوهنتون استادانو ته دې معقول او ځانبسیا معاش دې ورته وټاکل شي چې هغوی د مسلمانانو د اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې ښه ګام پورته کړي.»
د بدخشان اوسېدونکی رحیم الله انوري هم طلوعنیوز ته وايي:«باید د طب پوهنځی رامنځته شي، هم یې وړتیا لرو او هم ځای یې لرو او همدارنګه هر کار ته یې چمتو هم یوو.»
د لوړو زده کړو وزارت په دې ناسته کې یو ځل له هغو استادانو چې به بهر کې دي وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي.
په دې اړه مو اندونه