هرات کې د مرګونې زلزلې له ځپوونکو سره د مرستې راټولولو بهیر په بېلابېلو ولایتونو کې پېل شوی دی.
په دغو مرستو کې درمل، نغدې پیسې او د وینې راټولول شامل دي.
په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فرا، خوست، پکتيا او نيمروز ولایتونو کې د هرات د تېري ورځې د زلزلې له قربانيانو سره د مرستي راټولولو لړۍ پېل شوې او له سوداګرو او پانګوالو څخه غوښتي چې د دغې زلزلې له زیانمنو سره دوامداره مرستې وکړي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام الله سمنګانی وایي:«له خلکو څخه وینه راټولوو او د اړتیا پر وخت یې هرات ته لېږدوو.»
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض هم څرګندوي:«هرات ولایت ته مجهز طبي ټیمونه استول شوي، تر څو هلته له زلزلهځپلو سره په روغتیایي او نورو برخو کې مرستې وکړي.»
د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قریشي څرګنده کړه: «یو شمېر سوداګرو، د ادارو مسوولانو او ځوانانو زموږ سره په مرستو کې برخه اخیستې، او تر خپله وسه یې له زیانمنو سره نغدې مرستې وکړي.»
ورته مهال عام خلک هم له کورنیو او بهرنیو مرستندويه بنسټونو د هرات له زلزلهځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د کندهار اوسېدونکي حیات الله څرک وویل: «له نړۍوالو خیریه بنسټونو او روغتیایي ټیمونو غواړو چې ژر تر ژره مرسته وکړي.»
د هلمند اوسېدونکی محب الله څپاند وایي: «د دولت څخه مو هیله دا ده چې د دوی ستونزو ته رسیدنه وکړي او ورسره مرسته وکړي.»
د نيمروز اوسېدونکی محمد نبي په دې تړاو څرګندوي: «د هرات ولایت له خلکو سره دې نغدې او غیر نغدي مرستې وشي، له خلکو مو غوښتنه همدا ده او انشاالله چې مرستې به وشي.»
د خوست اوسېدونکي نقیب الله ځلاند هم وویل: «نن د خوست ځوانان راپاڅېدل، کوڅه په کوڅه ګرځي او د دغو زیانمنو لپاره مرستې راټولوي.»
په همدې حال، د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو راشد خان آرمان او حشمت الله شهیدي د خواخوږۍ په څرګندولو سره، له زلزلهځپلو سره د مرستې خبر ورکړی دی. همداراز د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې هم ویلي، چې زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه یې دوه مېلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.