Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ برمل ولسوالۍ؛ د کورنیو سېلانیانو د پام وړ ځای

د بلخ مارمل ولسوالۍ په دې وروستیو کې د هېواد له بېلابېلو برخو د ګڼ شمېر سېلانیانو کوربه ده.

سېلانیان وايي په تېرو کلونو کې د ناامنۍ له امله د هېواد ښکلو او تفریحي سیمو ته له ورتګ محروم وو خو په خبره یې اوس کولای شي چې په ډاډه زړه د هېواد له ښکلاوو لیدنه وکړي.

د مزارشریف اوسېدونکي، زلمي وویل: « ته وګوره ارامي ده، خلک په مینه راغلي له دېګونو او کاسو سره کورنۍ ورسره دي، څومره ښه ده.»

د مزارشریف یو بل اوسېدونکي، سمیع الله سدید هم وویل: « ډېره ښه فضا ده هغه چې له خپلو کورنیو سره راغلي وخت یې ډېر ښه تېرېږي.»

د بلخ مارمل ولسوالۍ کې د پسته مزار سیمه چې د پستې په ونو پوښلې ده، د سېلانیانو شمېر په ډېرېدو سره پکې د بلخ یو شمېر اوسېدونکو ته هم کاري زمینې برابره شوې دي.

د کاغذ پران پلورونکي، نثاراحمد وویل: « لومړۍ جمعه مې ده،  انشاالله تر لوی اختره به د جمعې ورځو کې د هېوادوالو په خدمت کې یم.»

موټر چلوونکي، ګلبدین هم وویل: « الحمدالله ډېره ښه ده، خلک تفریح لپاره راځي له خپل کاره خوښ یم.»

ورته مهال د بلخ امنیه قومندان ډاډ ورکوي چې د امنیت ټینګښت په موخه جدي هڅې کوي.

د بلخ امنیه قومندان، عبدالرازق راشد په دې اړه زیاته کړه: « د افغانستان له هر ګوټه مو چې هر هېوادوال د بلخ ولسوالیو ته راځي، شپه او ورځ راتلی شي ځکه امنیت ډېره ښه ټینګ دی.»

پرله پسې ورښتونو د هېواد دښتې او درې سمسورې کړي او هېوادوال د رخصتۍ ورځې په سمسورو او تفریحي ځایونو کې تېروي. د وري میاشتې له پیله تر دې مهاله په ټولو ولایتونو کې دا لړۍ زیاته شوې.

شریک یي کړئ