د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمان وايي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل به پاکستان لاپسې کمزوری کړي.
مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې یوې خبري غونډه کې د دغه هېواد پر اوسنیو چارواکو هم توندې نیوکې وکړې.
مولانا فضل الرحمن ویل: « د افغانستان له لارې پاکستان له منځنۍ اسيا سره تړل کېدلای شي خو له افغانستان سره د لارو تړل او خلکو ته ستونزو جوړول دا کړنه ناشونې کړې ده.»
د هغه په خبره د پاکستان حکومت چمن په ګډون ځینو نورو سیمو کې له خلکو سره په ستونزو کې ښکېل دی.
د چمن پرلت کوونکي دا مهال په یوې قومي جرګه بوخت دي او ګواښ کوي که د پاکستانی حکومت یې غوښتنو ته رسېدنه ونکړي د راتلونکو پېښېدونکو حالاتو مسوولیت به یې پر غاړه وي.
د چمن پرلت غړي، مولانا محمد يوسف وویل: « موږ پر امنه خلک یوو، موږ خپلي غوښتني ریاست ته وړاندي کوو او ورڅخه غواړو، چې ژر رسېدنه ورته وکړي.»
د چمن پرلت مشر، غوث الله هم وویل: « که زموږ پر مخ د چمن لار بېرته خلاصه نیسي، موږ به د خپل د ترلاسه کولو مبارزه نوره هم چټکه او بیا به ګوري ټول، چي څه کیږي.»
د پرلت ویاند، محمد صادق اڅکزي بیا څرګنده کړه: « زموږ نیم وجود افغانستان کې پروت دی، موږ نه سره جلا کیږو، نه مو څوک جلا کولای شي، موږ د خپل حق ترلاسه کولو مبارزه نه پرېږدو.»
د پرلت کوونکو په خبره، د پاکستان حکومت له اوو میاشتو راهیسې د چمن - سپین بولدک لارې په اړه د دوی د سوله ییز حرکت غوښتنې نه دي منلي.
د چمن - سپين بولدک پر لار د پاسپورټ او ویزې د الزامي کېدو پرېکړې له امله زرګونه کسان وزګار شوي چې ډېر شمېر یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په دې اړه مو اندونه